امریکایي ادبیات
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a8/LOC_Main_Reading_Room_Highsmith.jpg/260px-LOC_Main_Reading_Room_Highsmith.jpg)
امریکایی ادبیات هغه ادبیات دي چي په معاصرو متحده ایالاتو او له هغه څخه مخکې په مستعمرو کي لیکل سوي یا رامنځ ته سوي وي. امریکایی ادبي دود د انګلیسي ژبې د ادبیاتو د پراخ ډګر یوه برخه ده، خو هغه ادبیات هم پکښي شامل دي چي د انګلیسي ژبې پرته په نورو ژبو کي منځ ته راغلي وي.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
هېواد |
برخه د |
---|
د متحده ایالاتو په انقلابي دوره (۱۷۷۵-۱۷۸۳) کي د بنیامین فرانکلین ، الکساندر هیملټن ، توماس پاین او توماس جیفرسن سیاسي لیکني او بېلابیلي مقالې د امریکایي ادبیاتو مهمه زېرمه ګڼل کیږي. په دې هیواد کي د ولیم هیل براون " د خواخوږۍ ځواک" یو له لومړنیو ناولونو څخه دی، چي په ۱۷۹۱ کال کي خپور سو. همدارنګه لیکوال او نقاد جان نیل د نولسمي پیړۍ له پیل څخه تر نیمایي پوري په امریکا کي د یو ځانګړي ادب او کلتور د پرمختګ سره زیاته مرسته وکړه، او پر پخوانیو لیکوالانو لکه واشنګټن ایروینګ باندي یې د دوی د برتانوي سیالانو څخه د تقلید کولو او د اډګر الن پو په څیر لیکوالانو څخه اغیزمنتیا باندي بېلابیلي نیوکي وکړې. [۱]
اډګر الن پو په امریکایي ادبیاتو کي شاعري او لنډو افسانو ته په نویو لارو پرمختګ ورکړ. همدا ډول رالف والډو ایمرسن د ماوراء الطبیعت فلسفې د اغیزمن غورځنګ مخکښ ګڼل کېدی؛ چي هینري ډیویډ تورو ، د (والډن) اثر لیکوال، هم د یاد غورځنګ څخه اغیزمن سوی وو. د غلامۍ د له منځه وړلو په اړه بیا مشهوره لیکوالان لکه هریټ بیچر سټو او فریډریک ډګلاس په امریکایي ادبیاتو کي ډېر شهرت درلود. د نتانیل هاوتورن اثر " سکارلیټ لیک" (۱۸۵۰) د امریکا د تاریخ تیاره اړخ وپلټه، او ورپسې د هرمن میلویل اثر" موبي ډیک"(۱۸۵۱) هم پر دې موضوع ښه رڼا واچول. د تاریخ پر بنسټ مارک ټوین لومړنی ستر امریکایي لیکوال وو چي په لویدیځ کي وزېږېد.
په متحده ایالاتو کي د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته عصري ادب نور د نولسمي پیړۍ بڼي او ارزښتونه له ځانه لیري کړل. د امریکا ددې عصر په شاعرانو کي بېلابېل شخصیتونه لکه والیس سټیونز ، ټی ایس ایلیټ ، رابرټ فراسټ ، ایزرا پاونډ ، او ای ای کمینګز راڅرګند سول، او معاصرو امریکایي ادبیاتو ته یې زیاته پراختیا ورکړه. ورپسې په دوهمه نړیواله جګړه کي د امریکا ښکیلتیا د نورمن میلر اثر (د نیکډ او ډېډ(۱۹۴۸)، د جوزف هیلر اثر (د کیچ-۲۲ (۱۹۶۱) او د کرټ وونیګټ جونیر اثر (د سلاټر هاوس-فایف(۱۹۶۹) په څیر اثارو ته هم لاره هواره کړه. د دې کلونو مشهور ډرامه لیکونکي یوجین او نیل ګڼل کیږي چي دواړو یې د نوبل جایزې ګټلي وې.