امير عبدالرحمان خان
امیر عبدالرحمن خان (زوکړه ۱۸۴۴ يا ۱۸۴۰ ز - مړینه ۱۹۰۱ د اکتوبر ۱) د ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ کال پورې د افغانستان امير پاتې شوی دی. امير عبدالرحمن خان د افغانستان په تاريخ کې د هغه ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چې په هېواد کې یې له هغو ناخوالو او ګډوديو وروسته چې د افغان- انگرېز د دوهمې جګړې له امله رامنځ ته شوې وې، بېرته په کابل کې د افغان دولت واک له سره ورغوه.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
جایزې |
---|
کورنۍ
د امیر عبدالرحمان خان لومړنی واده د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مریم بېګم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزاره وه سره وسو او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو، دويم واده یې د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور ولیده جهان بېګم سره وکړ، دریم واده يې د بخارا د امير اعلیحضرت سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ، څلورم واده يې د واخان يوې مینځي اصل بېگم چي مخکي ګلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان له لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېګم وو وکړ، شپږم واده يې د شبرغان د مير حکيم خان نظام الدوله د لور سره وکړ، اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم سره چې لقب يې بي بي ستاره وو وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې د بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه وکړ، لسم واده يې د يوې بلې کولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي د مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد ونه شو، دوولسم واده يې د يوې بلې کولابۍ پېغلې سره وکړ، ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ او څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ.
له پورتنیو ودونو امير عبدالرحمن خان دوولس زامن او څلور لوڼي درلودې، چي په لاندي ډول دي:
- سردار عبدالله خان (د مريم بېگم زوی)
- سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا (د اصل بېگم زوی)
- سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله (د اصل بېگم زوی)
- سردار فتح الله خان (د اصل بېگم زوی)
- سردار عبدالفحد خان (د اصل بېگم زوی)
- سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
- سردار حفيظ الله خان (د بي بي گلراز زوی)
- سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
- سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
- سردار محمد افضل خان (د پادشا بېگم زوی)
- سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
- سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېگم زوی)
- گوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
- روقيه خانم (دصفورا بېگم لور)
- فاطمه بېگم (د بي بي زهرا لور)
- حاجره بېگم (د صفورا بېگم لور)
مخينه
امیر عبدالرحمان خان د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و، او دوديزې زده کړې یې په بلخ کي ترلاسه کړي.
واکمني او سياست
د انګرېز_افغان د دویمي جګړې وروسته انګرېزانو په تاشکند کي له امیر عبدالرحمان خان سره اړیکه ټینګه او پیغام یې ورته ولېږه چي که چيري امیر په بهرني سياست کي د انگرېزانو سره سلا مشوره وکړي، انګرېزان ژمن دي چي نوموړي ته به هر کال د پیسو او اسلحو مرسته ورکوي. څرنګه چي په هیواد کي حالات سخت خراب وه امير هم د مجبوريت له مخي ددوی شرط ومانه. امیر ډېر تجربه کاره سړی وو، او پوهېدی چي څه ډول د قومي مشرانو او هم انګرېزانو سره چلند وکړي او د افغانستان خاوره د خپل سیاست په مټ له نړیوالو شخړو وژغوري.
امیر عبدالرحمان خان و کولای شول ترڅو افغانستان ته له رسېدو سره سم د څو ورځو په دننه کي په کابل کي امنيت ټینګ کړي، او وروسته یې د افغانستان نورو ښارونو ته پام واړاوه. امیر په دې ډول د افغان او انګليس دويمه جګړه بشپړه پای ته ورسول او هیواد تر اوږدو ناخوالو وروسته تر مرکزي واکمنۍ لاندي راغی.
امير عبدالرحمن د خپلي واکمنۍ پر مهال په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه، يا يې بنديان او يا يې هم تیښتي ته اړ ایستل. انګرېزانو د خپلي ژمني مطابق د ده سره هر کال مرستي کولې، او په دې ترڅ کي یې په ١٨٨٠ ز کال کي پنځه لکه روپۍ، سلګونه میله توپونه او څو زره ټوپکان امير ته ورکړه. د برتانوي هند انګرېز دولت ددې همکاریو ترڅنګ امیر ته هر کال ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ورسره کول.
امیر عبدالرحمان خان د افغانستان له مخکنۍ ګډوډۍ څخه منځته راغلي بلواګر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره ګان د ځان تابع کړه، او د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په مرسته يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې. همدارنګه یې په نورستان کي د اسلام دين خپور کړ، او د هغه ځای نوم یې نورستان ته واړاوه.
د امير په وخت کي په هيواد کي دننه د جاسوسۍ اداره ډېره فعاله او قوي وه. نوموړي ددې سربېره د محاکمو لپاره تکړه قاضيان وټاکل، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه، شرعي محکمې يې د سره پیل کړې، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه، چاپخونه يې پرانیستل، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابریکه په کار واچول، د ماليې دفترونه يې خلاص کړه او د لویو لارو غله او لوټماران يې ټول له منځه يوړل.
د خارجي سياست په برخه کي امیر ډېر په نرمي سره ګام اخيست. په ١٨٨٥ ز کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده برید وکړ او یاده سیمه يې لاندي کړه. انګرېزانو که څه هم د تړون مطابق باید په دې وخت کي دده مرسته کړې وای، خو د خپل دوه مخي عادت له مخي یې افغانستان یوازي پرېښود، او امیر هم د هیواد د ګټو له امله کوم سخت غبرګون ونه ښود.
د افغانستان په تاریخ کي د امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي هغه د ډيورنډ تړون (۱۸۹۳) ګڼل کیږي، تر ټولو بد تړون وو، خو دا خبره هم اړینه ده چي یاد تړون پر ده باندي په جبر لاسلیک سو او امیر یې پخپل لیکلي اثر (تاج التواریخ) کي هم غندنه کړې ده.[۳]
د ډیورنډ تړون پر بنسټ انګرېزانو د افغانستان په ختیځو او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي لاندي کړې، او افغانستان ته یې داسي د ناسور زخم پرېښود، چي نن ورځ هم هیواد ترې کړیږي.
مړینه
امير عبدالرحمن خان په ١٩٠١ کال کي په پلازمېنه کابل کي مړ سو او پر ځای يې زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو . د نوموړي جسد د اوسني کابل د زرنګار پارک اړوند ماڼۍ کي چي امير خپله جوړه کړې وه، او د ده د خوښي هم ځای وو، خاورو ته وسپارل سو. دغه سور رنګه مقبره او ودانۍ وروسته د کندهاري مهندسانو او انجنيريانو له لوري جوړه سوه، او ډېری ساختماني مواد یې د افغانستان څخه وه. د ودانۍ دننه په لومړي پوړ کي په سپينو ډبرو د امير عبدالرحمن خان قبر دی چي د سپيڅلي قران کريم آيتونه پرې لېکل سوي دي.[۴]
انځورتون
-
امير عبدالرحمن خان
-
امير عبدالرحمن خان د امير حبيب الرحمن سره په تاشکن کې
-
امير عبدالرحمن خان په تاشکن کې
-
د امير عبدالرحمن خان مقبره
-
امير عبدالرحمن خان
-
د امير عبدالرحمن خان مقبره
|
د غبرګونونو وړاندېز
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. Subject named as: ʻAbd al-Raḣmān Khān. NLA Trove people ID: 1277138. ويل شوي په: Trove.
- ↑ https://archive.af/bib/3762
- ↑ https://rohi.af/news/88824