جعلي خبرونه
جعلي خبرونه هغه غلط یا ګمرا کوونکي معلومات دي چې د خبرونو په څیر وړاندې کېږي. د جعلي خبرونو اصلي موخه د یوه کس یا نهاد د شهرت خرابول یا هم د اعلانانو له لارې د پیسو ګټل دي. سره له دې هم، دا اصطلاح کوم ثابت تعریف نه لري او په ډېره پراخه کچه سره کاریدلې ده تر څو هر ډول غلط معلومات لکه ناغوښتل شوي یا ناخوداګاه جوړښتونه پکې شاملیږي او همداشان د مشهورو کسانو له خوا د هغو خبرونو لپاره کارول کېږي چې د دوی له دریځ یا نوم سره په ټکر کې وي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
دا خبره په چاپي رسنیو کې ډېره عامه وه، خو هغه وخت لا پسې زیات شوه کله چې ټولنیزې رسنۍ په تیره بیا فیسبوک رامنځته شو. سیاسي قطبي کول، له حقیقت وروسته سیاستونه، د تایید پلوي کول او د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه د جعلي خبرونو په خپرولو کې ښکېل دي. کله نا کله د بهرنیو متخاصمو لوبغاړو له خوا په تیره بیا د ټولټاکنو په مهال تولید او ورته تبلیغ کېږي. له ناپیژاند هاسټنګ څخه په ګټې اخیستنې له خبري وېب پاڼو څخه کار اخیستل، د جعلي خبرونو د سرچینو قانوني تعقیب له ستونزې سره مخ کړی دی. په ځینو تعریفونو کې، جعلي خبرونه هغه طنزي لیکنې دي چې په تیروتنې سره د اصلي خبر په توګه تعبیر کېږي او هغه مقالې چې احساساتي یا هېښوونکې عنوانونه لري خو په متن کې بیا هغه څه نه وي او دا یوازې د لوستونکو د را جلبولو لپاره کارول کېږي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
جعلي خبرونه د رښتیا د خبرونو اغیز راکمولای شي. د Buzzfeed څېړنو موندلې چې د ۲۰۱۶ کال د امریکا د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په اړه تر ټولو ستر جعلي خبرونه د نورو سترو خبري رسنیو په پرتله په فیسبوک کې ډېر لیدل شوي او اوریدل شوي وو. جعلي خبرونه همداشان د دې وړتیا لري تر څو په جدي رسنیز پوښښ کې اعتماد له خطر سره مخ کړي. دغه اصطلاح په ځینو وختونو کې پر سمو خبرونو باندې د خلکو د شک را پارولو لپاره کاریده او د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازینی کس و چې د خپل ځان په اړه به یې د مطبوعاتي کنفرانسونو منفي پوښښ ته د جعلي خبرو نوم ورکاوه. دا کار په زیاتې کچې سره تر نیووکې لاندې راغی، ځکه له دې اصطلاح به ټرمپ ډېره ګټه اخیسته او د انګلستان حکومت تصمیم ونیو تر څو له دغې اصطلاح څخه مخنیوی وکړي، ځکه چې دا ډېره «کمزورې تعریف شوې وه» او «له بېلابېلو غطلو معلوماتو نیولې تر تیروتنو او بهرنۍ لاسوهنې پورې موارد په خپل ځان کې رانغاړي».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
اوس مهال له جعلي خبرونو سره ګڼې ستراتیژيګانې په فعاله توګه تر څېړنې لاندې دي او اړتیا ده چې هغه د جعلي خبرونو په ډولونو باندې ووېشل شي. همداشان د ټولنیزو رسنیو او د وېب د پلټونکو موتورونو لپاره اغیزناکو ځاني تنظیماتو او قانوني مقرراتو ته اړتیا ده. اطلاعاتي فضاء باید له دقیقو خبرونو څخه ډکه وي تر څو د جعلي خبرونو ځای ونیسي. هر وګړی باید په فعاله توګه د ناسمو روایتونو د لیدلو په مهال، لاس په کار شي او همداشان باید په ټولنیزو رسنیو کې د اطلاعاتو د شریکولو په مهال ډېر دقیق واوسي. خو بیا هم، دلیل او د انتقادي تفکر وړتیاووې او علمي میتودونه په یوازې سر کفایت نه کړي تر څو د همدې بدو نظریاتو له پراخ شتون سره مقابله وکړي. د تاییدي د طرفدراي، انګیزه اې استدلال او نورو شناختي طرفداریو له ځواک څخه سترګې پټول کولای شي د رواني روغتیا بېلابېلې بڼې په کلکه سره تحریف کړي. د تلقیح تیوري د هغو تکنیکونو په طراحې کې مرسته کوي تر څو خلک وکولای شي د جعلي خبرونو پر وړاندې مقاومت وښیې، په هغه ډول چې واکسین د ساري ناروغیو په وړاندې انسان خوندي ساتي.
تعریف
جعلي خبرونه یعنې نیولوجیزم. جعلي خبرونه یا د جعلي خبرونو وېب پاڼه په اصل کې هېڅ بنیاد نه لري، خو داسې وړاندې کېږي لکه حقیقت چې لري. [۲۱][۲۲]
د رسنیو د برخې څېړونکی، نولان هیګدون جعلي خبرونه داسې را پیژني: «هغه غلطه یا ګمراه کوونکې محتوی چې د خبرونو په توګه وړاندې کېږي او د خبرو، لیکلو، چاپي، برېښنايي او ډیجیټالي اړیکو په فارمټ کې نورو ته رسول کېږي». هیګدون استدلال کوي چې د جعلي خبرونو تعریف د رسنیو او د سیاسي ایډیالوژيو د ټاکنې لپاره ډېر محدود کارول شوی دی. جعلي اخبار همداشان هغو داستانونو ته اشاره لري چې جعل کېږي او د تایید وړ ډېر کم حقایق تر لاسه کوي. ځینو خلکو او په تیره بیا د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «جعلي خبرونو» تعریف لا پسې پراخ کړی او په دې تعریف کې یې ټول هغه خبرونه را ګډ کړي چې د ده د شخصي عقایدو او کړنو په اړه به یې منفي خبرونه خپرول. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
د CBS ټلویزیون د 60 Minutes د خپرونې پرودیسور مایکل رادوتسکي وویل چې د ده پروګرام جعلي خبرونه هغه داستانونه بولي «کوم چې په احتمال سره غلط دي، د خلکو په کلتور کې ډېر زیات جذابیت لري او په میلیونونو وګړي هغه لولي او اوري». دا ډول داستانونه نه یوازې په سیاست کې موندل کېږي، بلکې د واکسین، د زیرمو د بیو او تغذیې په برخه کې هم تر سترګو کېږي. نوموړي هغه خبرونه کوم چې د«سیاستوالو له خوا د رسنیو د هغو خبرونو په اړه چې د دوی نه خوښیږي یا هغه تبصرې چې دوی یې نه غواړي» د جعلي خبرونو په توګه نه دي یاد کړي. د همدې ټلویزیون د 60 Minutes خپرونې یو بل پروډیسور ګي کمپانیل وویل: «د هغه څه په اړه چې موږ خبرې کوو هغه داستانونه دي چې ناګهانه جوړیږي. د زیاترو معیارونو له مخې، هغه په قصدي توګه او د هر تعریف له مخې دوراغ دي».[۲۷][۲۸]
د جعلي خبرونو موخه او مقصد مهم دی. په ځینو حالاتو کې، هغه خبرونه چې په ظاهر کې جعلي ښکاري خو ښايي خبري طنز وي چې په کې زیاتی کېږي او غیرواقعي عناصر په کې را پیژندل کېږي چې د غلطولو پر ځای د دوی اصلي موخه تفریح وي. همداشان، تبلیغات کېدای شي جعلي اخبار واوسي. ځینو څېړونکو پر دې ټینګار کړی دی چې «جعلي خبرونه» نه یوازې د هغوی د ناسمې محتوی له کبله، بلکې د هغو د «انتشار او انلاین تر لاسه کولو د څرنګوالې» له مخې د تشخیص وړ دي. [۲۹][۳۰]
د امریکا د متحده ایالاتو او په ۲۰۱۰ مې لسیزې کې د دې هېواد د ټولټاکنو په بهیر کې، جعلي خبرونو د پام وړ جنجالوهه او استدلالونه رامنځته کړل، چې ځینو مبصرینو بیا دا کار د اخلاقي ډار یا ډله ییز هیسټري په توګه تعریف کړل او ځینې نور بیا عامه اعتماد ته د اوښتي زیان په اړه اندیښمن وو.[۳۱][۳۲][۳۳]
د ۲۰۱۷ کال په جنوري میاشت کې، د بریتانیا د عوامو جرګې بیا د «جعلي خبرونو د مخ پر زیاتیدونکې پدیدې» په اړه پارلماني څېړنه پیل کړه.[۳۴]
په ۲۰۱۶ز کال کې پولیټیفکټ جعلي خبرونه د کال د درواغو په توګه وټاکل. په دغه کال کې چې د امریکا په ټولټاکنو کې ډونالډ ټرامپ ولسمشر شو، زیاتره داسې موارد وو چې اصلاً هېڅ د درواغو په توګه و نه پیژندل شول، له همدې کبله ورته یوه عمومي اصطلاح وټاکل شوه. همداشان په ۲۰۱۶ز کال کې، د اکسفورډ ډیکشنري د حقیقت وروسته (post-truth) لغت خپل د کال لغت په توګه وټاکه او هغه یې د یوه داسې حالت په توګه تعریف کړ چې: «عیني واقعیتونه د عمومي افکارو په جوړولو کې د احساساتو او شخصي عقیدو د غوښتنې په پرتله ډېر کم اغیزناک دي». جعلي خبرونه د حقیقت وروسته ټولنې یوه تر ټولو لویه نښه ده. کله چې موږ پر بنسټیزو حقایقو باندې هوکړې ته نشو رسیدای یا دا چې د حقایقو په توګه داسې څه وي، نو بیا به څرنګه له یوه بل سره خبرې وکړو؟[۳۵]
لیکوال او پخوانی ژورنالیست او رسنیز افسر تیري پرچت، له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې په انټرنېټ کې د جعلي خبرونو د خپراوي له کبله اندېښمن و. په ۱۹۹۵ کال کې د مایکروسافټ له بنسټ اېښودونکي بیل ګیټس سره په یوه مصاحبه کې هغه وویل: «پریږدئ چې ووایم چې زه هم ځان ته یو څه وایم او تصمیم لرم چې د یوې جعلي موضوع په اړه تبلیغ وکړم کوم چې وايي یهودان د دویمې نړیوالې جګړې د پیلیدو اصلي مسؤلین دي او هالوکاسټ په اصل کې درواغ خبره ده. همدا خبره انټرنېټ ته ولاړه او لا اوس هم په همغو کلیماتو سره د نورو تاریخي څېړنو په توګه موجوده ده. په انټرنېټ کې د معلوماتو د اعتبار یو ډول برابري شته. [۳۶]
سرچينې او ياداښتونه
د غبرګونونو وړاندېز
- ↑ Tufekci, Zeynep (January 16, 2018). "It's the (Democracy-poisoning) golden age of free speech". Wired.
- ↑ Leonhardt, David; Thompson, Stuart A. (June 23, 2017). "Trump's Lies". The New York Times. بياځلي په June 23, 2017.
- ↑
- ↑ Hunt, Elle (December 17, 2016). "What is fake news? How to spot it and what you can do to stop it". The Guardian. بياځلي په January 15, 2017.
- ↑ Schlesinger, Robert (April 14, 2017). "Fake News in Reality". U.S. News & World Report.
- ↑ "The real story of 'fake news': The term seems to have emerged around the end of the 19th century". Merriam-Webster. Retrieved October 13, 2017.
- ↑
- ↑
- ↑
- ↑ Woolf, Nicky (November 11, 2016). "How to solve Facebook's fake news problem: Experts pitch their ideas". The Guardian. بياځلي په January 15, 2017.
- ↑ Borney, Nathan (May 9, 2018). "5 reasons why 'fake news' likely will get even worse". USA Today. بياځلي په February 17, 2019.
- ↑
- ↑ Sokotoff, Dominick; Sourine, Katherina. "Pseudo local news sites reveal nationally expanding network". The Michigan Daily (in انګليسي). بياځلي په 2019-11-08.
- ↑ Callan, Paul. "Sue over fake news? Not so fast". CNN. بياځلي په January 15, 2017.
- ↑ Merlo, Carlos (2017), "Millonario negocio FAKE NEWS", Univision Noticias
- ↑
- ↑
- ↑
- ↑
- ↑ Murphy, Margi (October 23, 2018). "Government bans phrase 'fake news'". The Telegraph – via www.telegraph.co.uk.
- ↑ "This Is Not Fake News (but Don't Go by the Headline)". The New York Times. April 3, 2017.
Fake news – a neologism to describe stories that are just not true, like Pizzagate, and a term now co-opted to characterize unfavorable news – has given new urgency to the teaching of media literacy
- ↑
- ↑ Nolan Higdon, "The anatomy of fake news: A critical news education," Oakland, CA: University of California Press, 2020
- ↑
- ↑
- ↑
- ↑
- ↑ 60 Minutes Overtime: What's "Fake News"? 60 Minutes Producers Investigate. CBS News. March 26, 2017. بياځلي په March 27, 2017.
- ↑ Apple, Charles (20 April 2020). "Fake news: What is it?". The Spokesman-Review (in انګليسي). بياځلي په 7 March 2021.
- ↑
- ↑ Shafer, Jack (November 22, 2016). "The cure for fake news is worse than the disease". Politico. بياځلي په February 19, 2017.
- ↑ Gobry, Pascal-Emmanuel (December 12, 2016). "The crushing anxiety behind the media's fake news hysteria". The Week. بياځلي په February 19, 2017.
- ↑
- ↑ "Fake news inquiry by MPs examines threat to democracy". BBC News. January 30, 2017.
- ↑ Politifact Lie of the Year, 2016: Fake News. https://www.politifact.com/article/2016/dec/13/2016-lie-year-fake-news/
- ↑