حيفا ولسوالۍ


حيفا ولسوالۍ
מחוז חיפה
د حيفا ولسوالۍ انځور
د حيفا ولسوالۍ انځور
د حيفا ولسوالۍ انځور

د اسراييلو حيفا ولسوالۍ
د اسراييلو حيفا ولسوالۍ
د اسراييلو حيفا ولسوالۍ

Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:ISO 3166/data/IL' not found.} ۳۲°۳۵′ شمال ۳۵°۰۰′ ختیځ / 32.583°شمال 35.000°ختيځ / 32.583; 35.000
اداري وېش
هېواد  اسرائيل
ښارونه کريت اتا، کريات موتزکين، کريات بياليک، اور عقيفا، کريات يام، طيره کرمل، ام افحم، خدرا، حيفا، نشر، باقه-جت
مرکز حیفا
حکومت
 • - -
پراخوالی
 • پراخوالی ۸۶۴ کلوميټر٢ (۳۳۴ میله  مربع)
نفوس شمېرنه (۲۰۰۷)
 • ټولټال ۸۵۸٬۰۰۰
 • د نفوسو کثافت ۹۹۰/کلوميټر٢ (۲٬۶۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون IST (ه.ن.و۲+)
سيمه ييز د زنګ کوډ ۰۴ ۹۷۲
جيو کوډ 294800[۱]  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ
آی اېس او 3166 IL-HA

د حیفا ولسوالي ( عبراني:מחוז חיפה )د اسراییلو یوه اداري ولسوالي ده چې مرکز یې د حیفا ښار دی. دا په تاریخي فلسطین کې د 1948 جګړې راهیسې د اسراییلو له 6 اداري سیمو (ولسوالیو) څخه یوه ده. پاتې پنځه يې د شمالي ولسوالۍ ، مرکزي ولسوالۍ، د تل ابیب ولسوالۍ ، د بیت المقدس ولسوالۍ ، او جنوبي ولسوالۍ څخه عبارت دی، چې له دې علاوه اسرائيل د يهودا سامريه ولسوالۍ هم خپله جز او اوومه ولسوالي ګڼي، خو ملګري ملتونه يې دا ادعا نه مني. [۲]

ډیموګرافیک

د اسرائیلو د مرکزي احصایې د ادارې د ۲۰۱۱ کال له مخې: [۳]

اداري سیمې

ښاروالۍ

د حیفا ښار د حیفا ولسوالۍ مرکز دی.

د ۱۹۴۸ کال له جګړې وروسته، اسراییلو د حیفا په سیمه کې لسګونه فلسطیني ښارګوټي او کلي ضبط او له منځه یوړل او د دوی ډېری اوسېدونکي یې بې ځایه کړل. نوي ښارونه د هغو پرېښول شویو ښارونو په کنډوالو او په نورو سیمو کې چې پخوا د یهودانو مېشت ځایونه وو فلسطین ته د یهودي مهاجرینو د ځای په ځای کولو لپاره جوړ شوي. په هرصورت، ځینې ښارونه او کلي شته چې لاهم د فلسطینیانو لویه برخه لري چې له نکبا وروسته په خپله خاوره کې پاتې شوي، او دوی عربان دي. [۴]

اوسمهال، له اداري نظره، په دې ولسوالۍ کې یو شمېر ښارونه شته چې د عربو اکثریت لري، چې ځینې یې مخلوط دي - لکه څنګه چې دوی د نکبې څخه مخکې عرب اکثریت درلود، او ځینې یې وروسته یا مخکې د اسراییلو لخوا تاسیس شوي. د 1948 جنګ وروسته جوړ شوي ښارونه یهودي اکثریت کډوال لري.

ښارونه محلي شوراګانې سیمه ایزې شوراګانې
  • الخضيره
  • ام الفهم
  • اور عقيفا
  • باقة الغربيه
  • حريش
  • حیفا
  • کريات اتا
  • کريات بیالیک
  • کريات موصقين
  • کريات یام
  • کفر قرع
  • نیشیر
  • الفریدیس
  • ردیس حنا-کرکور
  • بسمه
  • بنيامينا-غفعات عادة
  • جسرالزقاء
  • دالیت الکرمل
  • رخسیم
  • ذخرون یعکوف
  • طلعة عارة
  • عرعره
  • عسفيا
  • کريات تبعون
  • د هوف کارمل سیمه ایزه شورا
  • د زیفلون سیمه ایزه شورا
  • د میناشې سیمه ایزه شورا
  • د الونا سیمه ایزه شورا

ځايي جرګې

په دې ولسوالۍ کې ډېری کلي او کوچنۍ ځايي جرګې شته، له هغې ډلې: کفر قرع ، عرعره ، جسر الزرقا ، قیساریه ، جت او نور يادولی شو..

سرچينې

  1. پیوستون : 294800  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. {cite web}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. cbs.gov.il Archived 15 June 2017[Date mismatch] at the Wayback Machine.
  4. کينډۍ:استشهاد ويب