د مرکزي استخباراتو اداره (CIA)
عمومي مالومات |
foreign intelligence service (en) [۲] independent agency of the United States government (en) [۱][۲] (۱۹۸۱ – ) |
---|---|
غړی د | |
ادرس | |
هېواد | |
ځایناستی د |
مهمې پېښې | لړۍ...
|
---|
برخې |
---|
بنسټګر | |
---|---|
جایزې |
|
وېبپاڼه |
cia.gov (انګرېزي ژبه) |
---|
د مرکزي استخباراتو اداره یا په لنډه توګه ( انګليسي ژبه: CIA ) د متحده ایالاتو د فدرالي حکومت اړوند اصلي استخباراتي او نړیواله اداره ده. ددې ادارې مرکزي دفتر په لانګلي، فییرفیکس کاونټي، ویرجینیا سیمه کي د پوټوماک سیند په اوږدو کي موقعیت لري او کارمندان یې د متحده ایالاتو په سفارتونو او د نړۍ په بیلابیلو نورو سیمو کي کار کوي. [۸] یاده اداره د متحده ایالاتو د یوازینۍ خپلواکي استخباراتي ادارې په توګه د ملي استخباراتو مشر ته راپور ورکوي.
د مرکزي استخباراتو اداره درې اصلي چاري سرته رسوي، چي د بهرنیو حکومتونو، شرکتونو او اشخاصو په اړه د معلوماتو راټولول، د دې معلوماتو تحلیل او څېړنه او د متحده ایاالتو د نورو استخباراتي ادارو لخوا راټول سوي معلومات ګڼل کیږي.
د ملي امنیت معلوماتو ارزولو او د متحده ایاالتو لوړ پوړو پالیسي جوړونکو ته د وړاندې کولو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په غوښتنه باندي یاده اداره د خپلو کارمندانو، د متحده ایاالتو اردو، یا نورو شریکانو لخوا پټ فعالیتونه او ځیني تاکتیکي عملیات ترسره او یا هم څیړي.
په 2013 کي واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چي سي آی اې د متحده ایالاتو د استخباراتي ټولنو تر منځ ترټولو لویه بودیجه درلوده. ویل کیږي چي د سي آی اې یوه لویه څانګه یا د معلوماتي عملیاتو مرکز خپل تمرکز له تروریزم سره د مبارزې و سایبیري عملیاتو ته اړولی دی.
د FBI برعکس CIA د قانون پلي کولو فعالیت نه لري او په ابتدايي توګه په بهر کي د استخباراتو په راټولولو او یوازي د محدودو کورني استخباراتو دنده په غاړه لري. CIA د متحده ایالاتو د استخباراتي ټولني په اوږدو کي د بشري استخباراتي فعالیتونو د همغږي کولو د ملي رییس په توګه دنده ترسره کوي او یوازینۍ اداره ده چي په قانوني توګه د ولسمشر په غوښتنه د پټو کړنو د پلي کولو او نظارت کولو واک لري. دې ادارې د پلان جوړوني، همغږي کولو، د شکنجې روزني او تخنیکي ملاتړ په ګډون ډیری بهرنیو سیاسي ډلو او حکومتونو ته ملاتړ چمتو کړی دی، او د بېلابیلو رژیمونو په ډیری بدلونونو، ترهګریزو بریدونو او د بهرنیو مشرانو په پلان سوي وژنو کي یې برخه اخیستې ده.
له 2004 را وروسته سي آی اې د ملي استخباراتو د ریېس تر دفتر لاندي اداره وګڼل سوه او ځیني واکونه یې د ملي استخباراتو مشر ته لیږدول سوي دي، دا ځکه چي د سپتمبر د 11 د بریدونو په ترڅ کي د CIA د نفوذ اندازه پراخه سول.
د غبرګونونو وړاندېز
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "USA.gov". بياځلي په ۱۰ جولای ۲۰۲۱.
{cite web}
: سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ ۲٫۱۱ ۲٫۱۲ ۲٫۱۳ ۲٫۱۴ ۲٫۱۵ ۲٫۱۶ ۲٫۱۷ ۲٫۱۸ ۲٫۱۹ ۲٫۲۰ "National Archives Identifier". National Archives Catalog.
- ↑ ويل شوي په: ګوګل مېپس. Google Maps Customer ID: 1568645537478573961. بياځلي سمون: ۱۰ جولای ۲۰۲۱.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.osha.gov/ords/imis/establishment.inspection_detail?id=1654142.015. بياځلي سمون: ۲ سپټمبر ۲۰۲۴.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.cia.gov/readingroom/docs/CIA-RDP80R01731R000800090033-3.pdf. بياځلي سمون: ۲ سپټمبر ۲۰۲۴.
- ↑ "GRID" (in انګرېزي ژبه). بياځلي په ۶ جولای ۲۰۲۰.
{cite web}
: CS1 maint: unrecognized language (link) سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ سرچينې تړی: https://www.cia.gov/stories/story/cias-latest-layer-an-onion-site/.
- ↑ Kopel، Dave (28 يوليو 1997).