د هلوکاسټ په بهیر کې د یهودیانو ژغورنه
د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې ځینې افرادو او ډلو له یهودیانو او ځینو نورو سره مرسته وکړه تر څو د نازي المان له هلوکاسټ (د یهودو ټولوژنه) څخه وژغورل شي.
له هغو یهودیانو څخه ملاتړ یا لږ تر لږه د سیمهییز فعال مخالفت نه موجودیت چې د پټېدلو هڅه يې کوله مهم و چې په ختيځه اروپا کې ترې بېبرخې وو. پټو شويو کسانو د غیریهودیانو له مرستې سره تړاو درلود. د پیسو لرلو، له غیر یهودیانو سره ټولنیزو اړیکو، غیر یهودي ظارهري بڼې، په سیمهییزو ژبو بشپړې بلدتیا، هوډ او بخت د بقا په تعینوولو کې مهم رول درلود. هغه یهودیان چې پټ شوي وو د سیمهییزو همکارانو په مرسته ښکار کېدل او د هغوی د محکومولو لپاره جایزې وړاندې شوې. ځینې وختونه د هغه کسانو لپاره د اعدام سزا ورکول کېده چې یهودان یې پټول، په ځانګړي ډول د پولنډ په ګډون په ختيځه اروپا کې. د مرسته کوونکو انګېزې له ملګرتیا څخه تر جنسي اړیکو یا مادي ګټې پورې متفاوتې وې. دا څه غیر عادي چاره نه وه چې همکاران د یهودیانو د پیسو د خلاصېدو په حالت کې له هغوی سره خیانت وکړي يا يې هم ووژني. [۱][۲][۳][۴][۵][۴][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
یهودیان د نازیانو له خوا په ټوله اشغال شوې اروپا کې د غیر یهودیانو په واسطه پټېدل یا هم ژغورل کېدل. کاتولیکه کلیسا او واتیکان کلیسا د یهودیانو له سیستماتیکې وژنې سره مخالفې وې او په ایټالیا کې د موسولیني دولت د یهودیانو له اخراج يا هم د هغوي په ټولوژنه کې له کډون کولو څخه ډډه وکړه. ډېری دیپلوماتانو د یهودیانو له تېښتې سره د مرستې په هڅه کې د خوندي تګ راتګ اسنادو د چمتو کولو له لارې برخه لرله.
له ۱۹۵۳ کال څخه د اسرائیلو د هلوکاسټ یادګار ید وشم ۲۶۹۷۳ خلک د ملتونو تر منځ د صالحانو په توګه په رسمیت پېژندلي. د ید وشم د شهیدانو او د هلوکاسټ د قربانیانو سازمان د یو قاضي په مشرۍ د اسرائیلو ستره محکمه د یهودو ژغورونکي خلک د ملتونو تر منځ د صالح خلکو په توګه په رسمیت پېژني تر څو هغو غیر یهودیانو ته درناوي وکړي چې د هلوکاسټ په ترڅ کې یې د نازي المان پهواسطه له تباهۍ څخه د یهودیانو د ژغورنې لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچولي. [۱۳]
د هېواد په اساس
پولنډ
پولڼد ډېر زیات یهودي نفوس درلود او د نورمن دیویس په وینا په پولنډ کې تر بل هر هېواد ډېر شمېر یهودیان ووژل شول او وژغورل شول: معمولاً د ژغورل شویو شمېر د ۱۰۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰۰ پورې اټکل شوی. د بلزک د مړینې کمپ تاریخي څلی د ۶۰۰۰۰۰ وژل شویو یهودیانو او د هغه ۱۵۰۰ پولنډیانو په یاد جوړ شوی چې د یهودیانو په ژغورنه کې يې مرسته کړې. په اسرائیلو کې (تر بل هر هېواد ډېر) له ۶۵۳۲ څخه ډېر ښځې او نرینه د ید وشم سازمان پهواسطه د مرسته کوونکو په توګه پېژندل شوي. چې تر ټولو ستره ملي ډله جوړوي. مارتین ګیلبرت لیکلي چې «هغه پولنډیانو چې خپل ځانونه يې د یهودو د ژغورلو لپاره له خطر سره مخامخ کړي په حقیقت کې مستثنا وو. خوهغوی په ټول پولنډ کې په هر کلي او ښار کې موندلی شو.» [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
پولنډ د دویمې نړیوالې جګړې د هلوکاسټ په بهیر کې د دوښمن په بشپړ کنترول کې و: په لومړیو کې د المان نیمايي برخه د المان پهواسطه اشغال شوې وه، او نیمه نوره برخه یې د ننني اوکراین او بيلاروس له خاورو سره د رایشس کومیساریات اوستلانت په نوم د عمومي دولت په توګه د شوروي په کنترول کې و. هغه خلک او کورنۍ چې د یهودیانو په ژغورلو کې يې مرسته کوله په اعدام تهدید شول. د پولنډي ښاروندانو نوملړ په رسمي ډول د ښي اړخو په نوم یادیږي چې د هغو ۷۰۰ کسانو نومونه په کې شامل دي چې خپلو یهودو ګاونډیانو ته د مرستې په هڅه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدا ډول د زیګوډا سازمان په څېر پولنډي ډلو د قربانیانو د ژغورنې لپاره سخت او خطرناک اقدامات ترسره کړي. د پولنډ د وطني پوځ (Armia Krajowa) غړي ویتولد پیلتسکي له ۱۹۴۰ کال څخه په اشویټز کې د مقاومت غورځنګ سازمان کړ او یان کارسکي هڅه وکړه چې د هلوکاسټ کلیمه خپره کړي. [۴][۱۹]
کله چې د AK د کورني پوځ استخباراتو له یهودي ګیټو څخه د تېرېدونکي ترانسپورت حقیقي برخلیک کشف کړ، د ۱۹۴۲ کال په وروستیو کې د کلیسا د ډلو په همکارۍ له یهودیانو سره د مرستې Rada Pomocy Żydom په نوم (چې پټ نوم یې زیګوټا و) له یهودو سره د مرستې شورا تاسیس شوه. دغې سازمان زرګونه خلک وژغورل. دې سازمان د ماشومانو پر خوندیتوب ټینګار کاوه ځکه دا تقریباً ناممکنه وه چې د سخت خوندي ترانسپورت پر وړاندې مستقیمه مداخله وشي. جعلي اسناد جوړ شول او ماشومان د کلیسا د شبکو او خوندي کورونو تر منځ ووېشل شول؛ د غورځنګ بنسټ د کاتولیکې لیکوالې زوفیا کوساک-شزوکا او سوسیالیستې واندا فیلیپوویچ په نوم دوه ښځو کېښود. ځینې غړو یې د پولنډ په مليپاله غورځنګونو کې چې پهخپله د یهودیت ضد وو برخه لرله، خو د نازیانو د ټولوژنې له وحشت څخه ووېرېدل. کوساک د شورا تر رامنځته کېدو مخکې په احساساتي اعتراضي ډول ولیکل چې د هېټلر نژادپاله وژنې هغه جرمونه وو چې پر وړاندې يې چوپ نه شو پاتې کېدی. حال دا چې ښايي پولنډي کاتولیکان لا هم داسې احساس وکړي چې «یهودیان د پولنډ دوښمنان» دي، کوساک ولیکل چې دا لاریون اړین دی «خدای له موږ څخه دا لاریون غواړي... د دې لپاره کاتولیک وجدان ته اړتیا ده ... د بېګناه خلکو وینه له اسمانونو/جنتونو څخه د غچ اخیستلو غږ کوي.» [۲۰][۲۱]
د ۱۹۴۸-۴۹ کلونو تر منځ د زیګوتا په قضیه کې تر جګړې وروسته په پولنډ کې د استالین په واکمنۍ رژیم جوړ شو، په پټ ډول د هغه مقاومت د اتلانو د لهمنځه وړلو او سپکاوي کمپاین د یوې برخې په توګه چې ممکن و نوی رژیم وننګوي، د زیګوتا اصلي ژغورل شوي محکمه او بندیان کړل. [۲۲]
له پولڼد څخه خارج دیپلوماتانو هم له یهودیانو سره مرسته کوله. د لېډوز ګروپ د پولنډي دیپلوماتانو او یهودي فعالانو یوه ډله وه چې په سویس کې يې له هلوکاسټ څخه د اروپايي یهودیانو د ژغورنې لپاره په ناقانونه ډول د لاتینې امریکا د پاسپورټونو د تولید سیستم جوړ کړ. شاوخوا ۱۰۰۰۰ یهودیانو دغه ډول پاسپورتونه ترلاسه کړل چې له ۳۰۰۰ څخه ډېر يې وژغورل شول. د دغې ډلې هڅې په اییس آرشیف کې مستندې شوې دي. همدارنګه هنریک اسلاویک په هنګري کې له یهودیانو سره مرسته وکړه، چې په جاپان کې يې د تادیوز رومر پهواسطه د کاتولیک په نوم د جعلي پولنډي پاسپورټونو په ورکولو د ۳۰۰۰۰ پولنډي پناه غوښتونکو په ژغورلو کې چې له ډلې يې ۵۰۰۰ پولنډي یهودیان وو مرسته وکړه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
يونان
د سفاردي مطالعاتو او فرهنګ د پرمختګ بنسټ لیکي: «د تبعید پر وړاندې د متروپولیتین مسیحي یوناني اورټوډوکس کلیسا د رئیس تسالونیکي، ګنادیوس هڅې او نوښتونه په ځانګړي ډول هغه رسمي اعتراضي لیک چې د ۱۹۴۳ کال دمارچ په ۲۳مه په آتن کې د یونان د اورټوډوکس کلیسا د ستر اسقف داماسکینوس او د علمي، فرهنګي او حرفهيي سازمانونو د ۲۷ مخکښو پهواسطه لاسلیک شوی نه شو هېرولی.» دا سند په ډېر تند لحن لیکل شوی دی، چې د اورټوډوکس مسیحیانو او یهودیانو تر منځ نه بېلېدونکو اړیکو ته اشاره کوي او هغوی په مشترک ډول له هېڅ توپیر پرته یونانیان بولي. د یادونې وړ ده چې دغه ډول سند د طبیعت، محتوا او هدف له پلوه په ټوله اروپا کې بېجوړې دی. [۲۷]
که څه هم د زاکینتوس ټاپو ۲۷۵ یهودیان له هلوکاسټ څخه وژغورل شول. کله چې د ټاپو ښاروال لوکاس کارر (Λουκάς Καρρέρ) د المانیانو په امر د یهودو د لېست وړاندې کړ، اسقف کریسوستوموس د دوو نومونو «د هغه خپل او د هغه د ښاروال» له وړاندې سره المانیان حیران کړل. پر دې سربېره اسقف پهخپله هېټلر ته یو لیک ولیکه چې د ټاپو یهودیان د هغه تر څار لاندې دي. په دې ترڅ کې د ټاپو خلکو د یهودي ټولنې ټول غړي پټ کړل. کله چې ټاپو په ۱۹۵۳ کال کې د سترې زلزلې له امله نږدې له خاورو سره خاورې شوه لومړنۍ مرسته د اسرائیلو د دولت لهخوا راغله، چې دا پیغام ورسره و «د زاکینتوس يهودیان هېڅکله خپل ګران ښاروال یا اسقف او هغه څه نه هېروي چې زموږ لپاره يې ترسره کړي دي.». [۲۸][۲۹]
د ولوس یهودي ټولنه چې د یونان له تر ټولو لرغونو ټولنو څخه ده، د EAM-ELAS (د ازادۍ ملي جبهه (یونان) – د یونان د خلکو د ازادۍ پوځ) چپ کمونیستي ګوند ستر غورځنګ د خوځندې او پر وخت مداخلې او د تسالونیکي (د جبري کار کمپونو ته د ښار د يهودیانو په زور لېږل) تر پېښو وروسته د یهودي قوم د تخلیې لپاره د متروپولیتن مسیحي یوناني اورټوډوکس کلیسا د رئیس دمتریاس یواخیم او د ولوس د ستر ربي موسی پساک د بریالۍ همکارۍ له برکته د ټولو یهودي ټولنو په پرتله لږ تلفات لرل.
سرچينې
د غبرګونونو وړاندېز
- ↑ Longerich 2010، م. 382.
- ↑ Beorn 2018، م. 260.
- ↑ Gerlach 2016، م. 360.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Bartov 2023، م. 206.
- ↑ Beorn 2018، مم. 269–270.
- ↑ Burzlaff 2020، مم. 1065, 1075.
- ↑ Beorn 2018، م. 269.
- ↑ Burzlaff 2020، م. 1066.
- ↑ Gerlach 2016، م. 423.
- ↑ Gerlach 2016، م. 420.
- ↑ Gerlach 2016، م. 419.
- ↑ Beorn 2018، مم. 236–237.
- ↑ The Righteous Among The Nations
- ↑ Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; p. 200
- ↑ Martin Gilbert; The Righteous – The Unsung Heroes of the Holocaust; Doubleday; 2002; ISBN 038560100X; p. 88
- ↑ "Statistics". The Righteous Among The Nations. Yad Vashem. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۱۸ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; p. 594
- ↑ Martin Gilbert (2002). The Righteous – The Unsung Heroes of the Holocaust. Doubleday. مخونه 88, 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 038560100X. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "List of Poles Killed Helping Jews During the Holocaust". holocaustforgotten.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۹ باندې. لاسرسينېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; p. 200
- ↑ Martin Gilbert; The Righteous – The Unsung Heroes of the Holocaust; Doubleday; 2002; ISBN 038560100X; pp. 120–21
- ↑ Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; pp. 566, 568
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ swissinfo.ch, Zbigniew Parafianowicz and Michal Potocki. "How a Polish envoy to Bern saved hundreds of Jews". SWI swissinfo.ch. لاسرسينېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 26 May 2018 باندې). The Unknown Story of the Polish Diplomats Who Saved Jews From the Nazis.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ The Foundation for the Advancement of Sephardic Studies and Culture, p. 2
- ↑ "Η Απίστευτη Ιστορία των Εβραίων της Ζακύνθου – Μνήμη Ολοκαυτώματος – ΙΣΡΑΗΛ: ΘΥΜΑ ΤΡΟΜΟΚΡΑΤΩΝ ΚΑΙ ΜΜΕ". ΙΣΡΑΗΛ: ΘΥΜΑ ΤΡΟΜΟΚΡΑΤΩΝ ΚΑΙ ΜΜΕ. 27 January 2010. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Zakynthos: The Holocaust in Greece Archived 20 May 2007 at the Wayback Machine., United States Holocaust Memorial Museum, URL accessed 15 April 2006.