د کروشيا اقتصاد

د کروشيا اقتصاد
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
ځای
هېواد

د کروشيا اقتصاد د لوړ عايد خدمت پر بنسټ مخ پر وده اقتصاد دی، چې درېیم سکتور يې د ټول کورني ناخالص توليد “GDP” ٪۶۰ جوړوي. کروشيا په ۲۰۰۰ ز کال کې د سوداګرۍ له نړيوال سازمان سره يو ځای شوه، په ۲۰۰۹ ز کال ناټو سره يو ځای شوه او د ۲۰۱۳ زکال د جولای په ۱ نېټه د اروپايي ټولنې غړې شوه. د دې هېواد اقتصاد د مالي کړکېچ له امله خورا زيانمن شو، چې د اقتصادي سمونونو له بطي بهير سره يو ځای په کورني ناخالص توليد کې د ۱۲،۵ سلنه پرله پسې کمښت او شپږ کالونو اقتصادي کسر لامل شول. کروشيا د ۲۰۱۴ز کال په وروستۍ څلورمه (ربعه) کې په رسمي ډول له اقتصادي شاتګ څخه راپورته شوه او له يادې مودې راهيسې يې د کورني ناخالص عايد پرله پسې وده درلوده. د هېواد اقتصاد په ۲۰۱۹ز کال کې له کړکېچ څخه مخکې کچو ته ورسېد او وده په ۲۰۲۱ز کال کې هغه مهال تر ټولو لوړه شوه، چې کروشيا له ۱۹۹۱ ز کال راهيسې د کورني ناخالص توليد تر ټولو ستره وده ثبت کړه. [۱][۲][۳]

که څه هم کروشيا د پياوړي خصوصي مصرف، د ګرځندويۍ صنعت له تمې څخه پورته فعاليت او د سوداګريزو توکو د لېږد يا صادراتو د ودې پر مټ يو ځل بيا اقتصادي وده وکړه، چې د ۲۰۲۱ زکال په لومړيو نهو مياشتو کې ۱۳،۳ بيليون يورو وګڼل شوه، چې ۲۴،۶ سلنه کلنی زياتوالی و. دې حالت ۲۰۲۱ز کال د کروشيا د لېږد يا صادراتو د ښه نوم يا ثبت کال جوړ کړ، ځکه چې له ۲۰۱۹ ز کال څخه يې حساب ۲ بېليون يورو زيات و. [۴]

ګرځندويي د کروشيايي اقتصاد يو له اصلي ارکانو څخه ده، چې د هېواد د کورني ناخالص توليد ۱۹،۶ سلنه رانغاړي. کروشيا د کرک “Krk” نومي ټاپو وزمه کې د خپل مايع طبيعي ګاز “LNG” د بيا ګازي کولو (پر ګاز د بدلولو) د هډې او شنې انرژۍ په برخو کې د پانګونو په مرسته د انرژي ځواک د جوړولو په موخه کار کوي؛ په ځانګړي ډول بادي، لمريزې او د ځمکې حرارتي انرژي د ۲۰۱۹ ز کال په وروستيو کې سيګلينا “Ciglena” سيمه کې د ۱۷ مېګا واټه يو ويليکا [په يو ساعت کې] د ځمکې حرارتي برېښنا توليدونکی ماشين پرانېسته، چې د دويال تکنالوژۍ په لرلو سره د اروپا لويې وچې په کچه د برېښنا تر ټولو ستر توليدونکې ماشين دی او د ۲۰۲۱ زکال په اوړي کې يې په ورته دويم ماشين باندې هم کار پيل کړ. د هېواد حکومت اراده لري، چې ۲۰۲۶ز کال کې لږ تر لږه ۸۰۰ مېګا واټ او په ۲۰۳۰ز کال کې ۲۵۰۰ مېګاواټه د نوې کېدلو وړ انرژيکي سرچينې د تړلتياوو [شبکو] د زياتولو په موخه د اوسپنې سيخانو د عصري کولو په برخه کې نږدې ۱،۴ بيليون ډالر مصرف کړي او اټکل کوي، چې د نوې کېدلو وړ انرژي يادې سرچينې به د انرژۍ د ټول مصرف د ونډې په توګه په ۲۰۳۰ز کال کې ٪۳۶،۴ ته او ۲۰۵۰ ز کال کې ٪۶۵،۶ ته وده وکړي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۲۰۲۱ زکال کې کروشيا د هغو هېوادونو لښتليک کې شامله شوه، چې د موټر د توليد خپل صنعت يې درلود او په دې لړ کې رېماک اټوموبايلي شرکت د نيويرا نومي موټرو “Rimac Automobili’s Nevera” توليد پيل شو. ياد شرکت د همدې کال په نومبر کې د بوګاتي اټوموبايلس “Bugatti Automibiles” شرکت هم په غاړه واخېست او زاګريب سيمه کې يې د “Rimac Campus” په نوم د خپل نوي مرکز يا ادارې جوړول پيل کړل، چې د رېماک د ټولو راتلونکو توليداتو لپاره به د شرکت د نړيوالې څېړنې او پرمختګ او توليد د بنسټ او همدا راز د بوګاټي د راتلونکو موډلونو لپاره د څېړنې او پرمختګ د ټاټوبي په توګه خدمت وکړي. همدا راز ياد شرکت پلان لري، چې په خپله ګرځېدونکي صنعت څخه د بېلابېلو توليدونکو لپاهر د بټرۍ سيستمونه هم جوړ کړي. [۱۷][۱۸][۱۹]

ياده سيمه به د نوي ګډ ګواښ منلو له امله د بوګاتي د راتلونکو موډلونو لپاره د څېړنې او پراختيا ټاټوبی هم شي، که څه هم د لېږد رالېږد دا وسايل به فرانسه کې د بوګاتي په مولشيم “Molsheim” نومي کارځای کې جوړ شي.

د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۱۲ نېټه د جمعې په ورځ، اعتبار د کچې معلومولو فېچ “Fitch” نومي استازولۍ د کروشيا د اعتبار يا کرېدټ ميزان له “BBB-“ څخه “BBB” ته يوه کچه پورته کړ، چې دا د هېواد په تاريخ کې د مثبت نړۍ ليد له مخې د اعتبار تر ټولو لوړه کچه يا ميزان و، چې د يورو سيمې “Eurozone” د غړيتوب لپاره د چمتوالي برخو کې پرمختګ او د وبا له کړکېچ څخه د کروشيا د اقتصاد پياوړې بيارغونه په ګوته کوي. ټاکل شوې ده، چې کروشيا به ډېر ژر له شينګين سيمې “Schengen area” سره يو ځای شي، چې د هېواد د ګرځندويۍ صنعت باندې به مثبت اغېز ولري او د توکو لېږد رالېږد به نور هم اسانه کړي. د ۲۰۲۲ زکال د مارچ په وروستيو کې د کروشيا د احصايې ادارې اعلان وکړ، چې د هېواد صنعتي وتنۍ په فبروري مياشت کې ٪۴ پورته شوې ده، چې په دې ډول به د ۱۵ مياشتو لپاره پرله پسې ډول وده کوي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

تاريخچه

له ۱۹۹۰ ز کال څخه مخکې

د ۱۹ پېړۍ پر مهال د کروشيا سلطنت “Kingdom of Croatia” د وګړو ډېری برخه کرنه کې بوخت وه. همدې وخت کې زياتره صنعتي څانګې رامنځته شوې. لکه: د ځنګلاتو او لرګيو صنعت (د دړو يا لرګيو جوړونه، د اشخار يا پوتاس کاروبونيت توليد، د چارتراش د توليد ماشينونه، بېړۍ جوړونه). د يادو برخو له ډلې تر ټولو ګټور يې لرګي جوړونه وه، چې خورا زياته وده يې په ۱۸۲۰ز لسيزه کې کالوواک او سيساک سيمو ته نږدې د څېړۍ ځنګلونو په پاکولو او بيا ځل په ۱۸۵۰ز لسيزه کې د ساوا او دراوا سيندونو په اوږدو کې د زېمناکه څېړۍ کتلو سره پيل شوه. بېړۍ او په ځانګړي ډول د اوږد واټن بېړيو جوړولو په هېواد کې د ۱۸۵۰ز لسيزې اتريشي سترواکۍ کې ستره ونډه ولوبوله. سيساک او ويوکووار سيمې د سمندري کښتۍ جوړونې مرکزونه وو. سلاونيا هم يوه خورا کرنيزه سيمه وه او د ورېښمو د توليد له امله پېژندل کېدله. کرنه او د څارويو روزل د هېواد د اوسېدونکو خورا ګټورې بوختياوې وې. کروشيا هر ډول غلې دانې، د کنف يا سونډ بوټي، کتان، تمباکو او په پراخه کچو سوس توليد کړل. [۳۸][۳۹][۴۰]

د صنعتي کولو پر لور لومړني ګامونه په ۱۸۳۰ ز لسيزه کې پيل شول او په وروستيو پېړيو کې يې ستر صنعتي تشبثونه جوړ شول. د ۱۹ پېړۍ د دويمې نيمايي پر مهال او د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې کروشيا کې د صنعت وده وه، چې د اورګاډي د ليکو او د برېښنايي توليد د جوړولو له مخې غښتلې شوه. که څه هم صنعتي توليد لا هم د کرنيز توليد په پرتله ټيټ و. سيمه ييز توپيرونه په لوړه کچه وو. د صنعتي کولو بهير د نورو سيمو په پرتله د کروشيا دننه يو څه چټک و، په داسې حال ک:ې چې دالماشيا “Dalmatia” د اتريش او هنګري سترواکۍ د تر ټولو بې وسه سيمو له ډلې څخه وه. د عصري کولو ټيټه کچه او د کليوالي سيمو د نفوس زياتوالی په ځانګړي ډول له داماشيا سيمې څخه د پراخه کډوالۍ لامل شول. د اټکلونو له مخې د ۱۸۸۰ او ۱۹۴۱ زکالونو تر منځ له اتريش – هنګري څخه نږدې ۴۰۰۰۰۰ کروشيان کډوال شول. په ۱۹۱۰ز کال کې د کروشيا – سلاونيا ٪۸،۵ نفوس په ښاري استوګنځايونو کې ژوند وکړ. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

په ۱۹۱۸ز کال کې کروشيا د يوګوسلاويا پاچاهۍ برخه شوه، چې د جګړې په دوره کې د اروپا په کچه د خورا لږ پرمختللو هېوادونو له ډلې څخه وه. د هېواد ډېری صنعت په سلووينيا او کروشيا کې و، مګر نور صنعتي پرمختګ د اوبدلو يا نساجۍ ماشينونو، د ارې ماشينونو، د ښختو بټيو او د خورو د پروسس ماشينونو باندې برابر او متمرکز و. اقتصاد لا هم په دوديز ډول د کرنې او کورنيو څارويو د روزنې پر بنسټ و او بزګرانو د کروشيا له نيمايي څخه زيات نفوس جوړوه. [۴۵][۴۶]

په ۱۹۴۱ زکال کې د کروشيا خپلواک دولت “Independent State of Croatia (NDH)” چې د المان او ايټاليا د دويمې نړيوالې جګړې يو لاسپوڅي دولت و، د متحد نيول شوې يوګوسلاويا ځينو برخو کې رامينځته شو. د کروشيا د خپلواک دولت اقتصادي نظام «د کروشيا سوسياليزم» د مفکورې پر بنسټ و. د نوي نظام اصلي ځانګړتيا اقتصادي ژوند کې د پراخه کچې دولتي ښکېلتيا سره، د پلان شوي اقتصاد مفکوره وه. د بنسټيزو اقتصادي ګټو پوره کول په لومړيو کې د فشار په معيارونو سره تامين شوي وو. ټول ستر شرکتونه د دولت تر واک لاندې راغلل او د نظام د ملي دښمنانو شتمني ملي شوې وه. د هېواد پولي واحد «د کروشيا د خپلواک دولت کونا» و. د کروشيا دولتي بانک “Croatian State Bank” مرکزي بانک و، چې د پولي واحد د صادرولو دنده يې درلوده. د جګړې په پرمختګ سره، حکومت د زياتو پيسو چاپولو ته دوام ورکړ او د پيسو دوران کې يې کچه په چټکۍ سره د زياتېدلو په حال کې وه، چې له امله يې د انفلاسيون کچه لوړه شوه. [۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې

د غبرګونونو وړاندېز

  1. "Country and Lending Groups". World Bank. Archived from the original on 11 January 2018. Retrieved 10 January 2020.
  2. "World Economic Situation and Prospects report 2019" (PDF). UN. Retrieved 21 January 2019.
  3. "GDP growth (annual %) - Central Europe and the Baltics | Data". data.worldbank.org. Retrieved 26 November 2021.
  4. "Rekordna godina: Skor iz 2019. nadmašen za 2 milijarde eura" (په انګليسي). Retrieved 17 November 2021.
  5. Marinova, Krasimira (29 January 2021). "First Croatian LNG terminal officially inaugurated in Krk island". Innovation and Networks Executive Agency - European Commission (په انګليسي). Retrieved 26 November 2021.
  6. "Croatian government has realized renewables are the cheapest solution". Balkan Green Energy News (په انګليسي). 30 March 2021. Retrieved 26 November 2021.
  7. (په 18 June 2021 باندې). Croatian island eyes green energy self-sufficiency in this decade. Reuters.
  8. "Croatia Renewable Energy". www.trade.gov (په انګليسي). Retrieved 26 November 2021.
  9. "Binary Cycle - an overview". www.sciencedirect.com. Retrieved 26 November 2021.
  10. "Velika Ciglena Geothermal Power Plant Croatia | News". Mannvit (په انګليسي). Retrieved 26 November 2021.
  11. "The 17.5 MW Velika Ciglena geothermal power plant starts operation in Croatia". ThinkGeoEnergy (په انګليسي). 12 December 2018. Retrieved 26 November 2021.
  12. "Work on Croatia's 2nd geothermal plant starting this summer". ThinkGeoEnergy (په انګليسي). 10 April 2021. Retrieved 26 November 2021.
  13. "Geo Power Zagocha to start building Croatia's second geothermal power plant in summer". Balkan Green Energy News (په انګليسي). 8 April 2021. Retrieved 26 November 2021.
  14. "Gradit će se geotermalna elektrana od 530 milijuna kuna u Čađavici". lokalni.vecernji.hr (په کرواسي). Retrieved 26 November 2021.
  15. "Croatia to add 1.5 GW of renewables by 2025". Balkan Green Energy News (په انګليسي). 10 November 2021. Retrieved 26 November 2021.
  16. "Croatia - Renewable Energy". www.trade.gov (په انګليسي). Retrieved 26 November 2021.
  17. "Why Rimac-Bugatti CEO plans to keep pushing boundaries". Automotive News Europe (په انګليسي). 2021-08-20. Retrieved 2022-04-08.
  18. "Bugatti Rimac $310 million Croatian headquarters under construction". CarExpert (په انګليسي). Retrieved 2022-04-08.
  19. "Rimac breaks ground on new Croatian HQ, complete with a track". Motor1.com (په انګليسي). Retrieved 2022-04-08.
  20. "Fitch Upgrades Croatia to 'BBB'". Invest Croatia (په انګليسي). 15 November 2021. Retrieved 17 November 2021.
  21. Trkanjec, Zeljko (15 November 2021). "Fitch assigns Croatia highest credit rating in history". www.euractiv.com (په انګليسي). Retrieved 17 November 2021.
  22. "Industrial Workers Statistics in February Shows Rise m-o-m And Fall y-o-y". www.total-croatia-news.com (په انګليسي). Archived from the original on 3 April 2022. Retrieved 3 April 2022. {cite web}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  23. "Croatia's February Industrial Production Up 4%". www.total-croatia-news.com (په انګليسي). Archived from the original on 3 April 2022. Retrieved 3 April 2022. {cite web}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  24. "Croatia's tourism revenue expected to reach record high this year-Xinhua". english.news.cn. Retrieved 2022-10-17.
  25. "EBRD more than doubles forecast of Croatia's GDP growth". N1 (په کرواسي). 2022-09-28. Retrieved 2022-10-17.
  26. PoslovniPuls (2022-10-11). "Podaci DZS-a: Izvoz raste impresivno, ali uvoz još više". PoslovniPuls (په کرواسي). Retrieved 2022-10-17.
  27. "Government of the Republic of Croatia - Tourism figures indicate higher-than-forecast economic growth". vlada.gov.hr. Retrieved 2022-10-16.
  28. "EBRD lifts Croatia's 2022 GDP fcast to 6.5%, cuts 2023 projection". seenews.com (په انګليسي). Retrieved 2022-10-17.
  29. "Jutarnji list - Pfizer u Hrvatskoj gradi tvornicu vrijednu 100 milijuna eura: Proizvodit će biološke lijekove za rijetke bolesti". novac.jutarnji.hr (په کرواسي). 2022-06-10. Retrieved 2022-10-17.
  30. "Croatia's IT sector boosts revenue 3.3% to 27.8 bln kuna (3.7 bln euro) in 2020". seenews.com (په انګليسي). Retrieved 2022-10-17.
  31. Stojkovski, Bojan (2022-09-30). "The Top 10 IT Companies in Croatia in 2022". TheRecursive.com (په انګليسي). Retrieved 2022-10-17.
  32. "McKinsey: Croatia's digital economy might reach 15 pct of GDP by 2030". N1 (په کرواسي). 2022-09-14. Retrieved 2022-10-17.
  33. "Overview". World Bank (په انګليسي). Retrieved 2022-10-17.
  34. Pajić, Darko (2022-09-16). "Minimalna plaća će porasti na 4000 kuna, sindikati traže više: "To je premalo, mora biti veća od 700 eura"". Novi list (په انګليسي). Retrieved 2022-10-17.
  35. "Plenković: Povećat ćemo minimalnu plaću, a EK smo poslali zahtjev za uplatu 700 mil. eura". www.vecernji.hr (په کرواسي). Retrieved 2022-10-17.
  36. "Minimalna plaća mogla bi rasti na 4 tisuće kuna. Sindikati traže pet tisuća". NACIONAL.HR (په کرواسي). Retrieved 2022-10-17.
  37. "Nova EU direktiva: Minimalac bi mogao porasti na 4000 kuna, sindikati traže 5000". tportal.hr. Retrieved 2022-10-17.
  38. Mariann Nagy – Croatia in the Economic Structure of the Habsburg Empire in the Light of the 1857 Census, p. 81-82
  39. Mariann Nagy – Croatia in the Economic Structure of the Habsburg Empire in the Light of the 1857 Census, p. 88
  40. Society for the Diffusion of Useful Knowledge: The Penny Cyclopaedia of the Society for the Diffusion of Useful Knowledge, vol 22, p. 100-101
  41. Mikulas Teich, Roy Porter: The Industrial Revolution in National Context: Europe and the USA, Cambridge University Press, 1996, p. 310
  42. Mikulas Teich, Roy Porter: The Industrial Revolution in National Context: Europe and the USA, Cambridge University Press, 1996, p. 311
  43. Tanner, Marcus (2001). Croatia: a nation forged in war (2nd ed.). New Haven; London: Yale University Press. p. 110. ISBN 0-300-09125-7.
  44. Richard C. Frucht: Eastern Europe: An Introduction to the People, Land, and Culture, p. 462–463
  45. Richard C. Frucht: Eastern Europe: An Introduction to the People, Land, and Culture, p. 462–463
  46. The First Yugoslavia: Search for a Viable Political System, Hoover Press, 1983, p. 72
  47. Rory Yeomans:Visions of Annihilation: The Ustasha Regime and the Cultural Politics of Fascism, 1941–1945, University of Pittsburgh Pre, 2013, p. 197
  48. Hrvoje Matković: Povijest nezavisne države Hrvatske, Drugo, dopunjeno izdanje Zagreb, 2002., p. 118
  49. Jozo Tomašević: Rat i revolucija u Jugoslaviji 1941–1945, 2010, p. 785