سید محمد ګلابزوی

سید محمد ګلابزوی
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹۵۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اړين مالومات
جګړه
جوړښت
جایزې

تورن جنرال سید محمد ګلابزوی (په ۱۹۵۱ زیږدیز کال کي زېږېدلی) یو افغان سیاستوال دی. ګلابزوى د ځدراڼو د قوم اړوند يو پښتون او له پکتيا ولايت سره اړه لري. ګلابزوی د هوایی ځواک د میخانیک روزني له لاري د هوایي ځواک په کالج کي زده کړي لاسته راوړي دي. د هوایی ځواک د افسر په توګه هغه د داود خان د 1973 کودتا څخه ملاتړ وکړ چي د پاچا ظاهر شاه واکمني یې نسکوره کړه، او د هوایی ځواک د قوماندان د مرستیال په توګه یې انعام ترلاسه کړ. په 1976 کي ګلابزوی د رادار ټیکنالوژۍ د زده کړي لپاره شوروي اتحاد ته لاړ. [۱]

ګلابزوی د حفیظ الله امین له خوا د افغانستان د کمونست خلق دیموکراتیک ګوند (PDPA) د خلق په ډله کي ګمارل سوی وو، او د 1978 کال د ثور په انقلاب کي یې لږ رول درلود، کوم چي نوموړی یې PDPA (د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند) ته ورساوه. د ثور تر کودتا وروسته نوي ولسمشر نورمحمد تره کي نوموړی د مرستیال او وروسته د مخابراتو وزیر وټاکه. [۱] په کمونیستي رژیم کي د کورنیو شخړو تر زیاتېدو وروسته ګلابزوی له امین څخه ځان لري کړ، او د افسرانو له یوې ډلي سره په یوځای کېدو یې د امین په وړاندي دسیسه جوړه کړه، چي په کي اسلم وطنجار او اسدالله سروري هم شامل وه. څرنګه چي د دوی یاده کودتا ناکامه سوه، نو ځکه یې د ۱۹۷۹ کال د سپټمبر په ۱۴ مه د شوروي په سفارت کي پناه واخیستل. د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په میاشت کي ګلابزوی او د هغه متحدینو د شوروي ځواکونو د لارښود په توګه په افغانستان باندې د شوروي له یرغل سره مرسته وکړه. [۲]

د شورویانو له لوري د حفیظ الله امین تر وژني وروسته کارمل اړ سو چي د خلق له سیالي ډلي سره ددوی د نفوذ له امله تړون ترسره او ځیني چوکۍ ورته پریږدي. د پخلايني په دې تړون کي ګلابزوى چي يو مشهوره خلقي وو، د کورنيو چارو وزير وټاکل سو او په دې توګه د څارندوی ("د انقلاب د مدافعینو") په قومانده کي چي د یو درانه وسله وال نیمه پوځي جنډرمیري ځواک وو، ځای پر ځای سو. [۳] ګلابزوی د یادي دندي سربېره د امين له مړيني وروسته د خلق د ډلي مشرتوب هم لاسته راوړ.

د ۱۹۸۸ کال د نومبر په میاشت کي د خلق او پرچم تر منځ د نویو کړکیچونو په ترڅ کي ګلابزوی له خپلي دندي لیري او د پرچمي ولسمشر محمد نجیب الله له خوا مسکو ته د سفیر په توګه واستول سو. نوموړي په عین وخت کي په رومانیا او فنلینډ کي د DRA سفیر په توګه دنده ترسره کړه. ویل کیږي چي ګلابزوی دا وخت روسانو ته د نجیب الله د احتمالي ځای ناستي په توګه خپل وړاندیز هم سپارلۍ وو. [۴] د ۱۹۹۰ کال د مارچ په میاشت کي د جنرال شاهنواز تڼی له ناکامې کودتا وروسته ګلابزی له نورو خلقیانو سره له ګوند څخه وشړل سو [۵] او له 1990 څخه تر 1992 پوري یې مخکي تر دې چي مسکو ته کډه سي په ارمنستان کي استوګنه ترسره کړه.

د اسلامي جمهوریت تر منځ ته راتګ وروسته په 2005 کي ګلابزوی د افغانستان په ولسي جرګه کي د خوست ولایت د استازي په توګه وټاکل سو. [۶]

ګلابزوی په حقوقو او نظامي علومو کي د ماسټرۍ سندونه لري، او له همدې کبله یې د داخلي امنیت په کمیټه کي دنده درلوده. [۶]

د غبرګونونو وړاندېز

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Amstutz, J. Bruce (1986). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. Diane publishing. pp. 388. ISBN 978-0-7881-1111-2.
  2. Kakar, Hassan M. (1995). Afghanistan: The Soviet Invasion and the Afghan Response, 1979-1982. Berkeley: University of California Press. pp. 185 and 315. ISBN 978-0-520-20893-3.
  3. Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. pp. 46 and 182. ISBN 0-333-51477-7.
  4. Urban, p.259
  5. Maley, William (2002). The Afghanistan Wars. Palgrave MacMillan. p. 173. ISBN 0-333-80291-8.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ . January 2009. {cite news}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Publisher= ignored (|publisher= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)