شاهرخ

شاهرخ یا شاهرخ میرزا (د ۱۳۷۷ کال د اګست له ۲۰ څخه– د ۱۴۴۷ کال د مارچ تر ۱۳ نېټې پورې)، د ۱۴۰۵ او ۱۴۴۷ کلونو تر منځ په افغانستان کي د تېموریانو اړوند ګورګاني سترواکۍ حاکم وو.

نوموړی د منځنۍ آسیا د فاتح، تیمور (تیمرلین) زوی و، چې په ۱۳۷۰ کال کې یې د تېموریانو د واکمنۍ بنسټ کېښود. شاهرخ یوازې د خپل پلار په لاس د رامنځ ته شوې سترواکۍ په ختیځه برخه واکمني وکړه چې د افغانستان، پارس او ماوراءالنهر لویه برخه يې تر پوښښ لاندې وه. د سترواکۍ لوېدیځې برخې د تېمور له مړینې وروسته ځینو یرغلګرو لاس ته ولوېدې. د دې سربېره، د شاهرخ سترواکي د نوموړي د واکمنۍ په اوږدو کې ډېره منسجمه پراخه سیمه پاتې شوه، او همدارنګه په آسیا کې یو برلاسی ځواک و.

شاهرخ د اسیا او اروپا تر منځ عمده سوداګریزې لارې، د ورېښمو د افسانوي لارې په ګډون، تر کنټرول لاندې درلودې او په پایله کې خورا شتمن شو. نوموړي غوره وګڼله چې د خپلې پلازمېنې، سمرقند، پرځای هرات پلازمېنه وټاکي. دا ښار د تیموریانو د سترواکۍ سیاسي مرکز او د نوموړي د اصلي ځایناستو د استوګنې ځای و. خو دواړه ښارونو د شاهرخ د دربار له شتمنیو او امتیازاتو څخه ګټه پورته کوله.

شاهرخ د هنر او ساینس لوی ملاتړی و، چې د نوموړي تر واکمنۍ لاندې یې وده وکړه. هغه خپله واکمني د خپلې خاورې په ثبات او همدارنګه د ګاونډیو سلطنتونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو په ساتلو کې تېره کړه. د تاریخ پوهانو توماس ډبلیو لینټز او ګلین ډي لوري له نظره، " شاهرخ د خپل پلار برعکس، ترک-مغل جنګجو-فاتح په بڼه د تېموریانو په سترواکۍ واکمني و نه کړه، بلکه د یو اسلامي سلطان په توګه یې حکومت وکړ. د کورنۍ په تاریخ کې نوموړی دي سترې تقوا، ډیپلوماسۍ او حیا انسان ګڼل شوی. هغه د یو نمونه اسلامي واکمن په بڼه لیدل کېږي چې د خپل پلار په لاس پراخ فزیکي او رواني زیانونه  یې ترمیم کړل."[۱]

لومړی ژوند

شاهرخ د ۱۳۷۷ کال د اګست په ۲۰ نېټه نړۍ ته سترګې پرانیستې او د تیمور د څلورو زامنو له ډلې تر ټولو کوچنی و. په فارسي کې، د هغه د نوم برخي څو معناوې لري: شاه د پاچا، حاکم یا واکمن معنی لري. [په ځانګړې توګه]، شاه، په فارس کې د واکمن لقب دی، او په سطرنج کې هم کارول کېږي. همدارنګه، دا کلمه د مختاړي (پېشوند) په توګه د بهترین، عالي، یا غوره په معنی ده، د بېلګې په توګه، شاهکار، یا شاه د "زوم" په معنی هم دی (چې داماد یې مترادف دی). همدارنګه، رخ د مخ یا څېرې یا قیافې په معنا دی. په سطرنج کې  د کلا یا جنګي بګۍ په معنی دی. په همدې ډول، روک یو په زړه پورې الوتونکی هم دی؛ چې ښایي کجیر وي. په فارسي کې دا په سطرنج کې د یو حرکت، "کلا ته ننوتل"، لپاره هم کارول کېږي. د ابن عربشاه  له قوله، تېمور چې د سطرنج یو تکړه لوبغاړی و، د لوبې پر مهال کله چې د شاهرخ له زیږون خبر شو، د سطرنج دا حرکت یې د نوي  زېږېدلي ماشوم د نوم په توګه انتخاب کړ. [۲][۳][۴][۵][۶]

ځینې سرچینې وایي چې مور یې ملکه سارا ملک خانم وه، چې پخوا د چغتای شهزادګۍ او د تېمور مشره مېرمن وه؛ نوموړې د شاهرخ له زېږېدو څو کاله مخکې د امیر حسین قره یونس له حرمسرای څخه د تیمور له خوا نیول شوې وه. خو د ۱۵ پېړۍ تاریخ لیکونکی خواندمیر وایي چې د شاهرخ مور په حقیقت کې د قره ختای تغی ترخان آغا وه، چې د تېمور تاجکه وینځه وه. خواندمیر د دې ادعا لپاره د شاهرخ د واکمنۍ پرمهال لیکل شوي نسبي سوابق کارولی دي. خو د هغه د مور د نسب له بحث هاخوا، شهزاده په شخصي توګه د تېمور د لمسي خلیل سلطان سره یوځای د سارای ملک له لوري لوی شو. [۷][۸][۹]

د تېمور واکمني

ویل کېږي چې تېمور د شاهرخ سره په ځانګړې توګه نږدې اړیکې نه درلودې، سره له دې چې نوموړی یې هېڅکله نه و ناراضه کړې. شاهرخ په ۱۳۹۷ کال کې د خپل پلار له خوا د خراسان والي وټاکل شو او د هغه د واکمنۍ پلازمېنه هرات و. که څه هم دا یوه مهمه سیمه وه، خو دا د هغې چوکۍ په کچه وه چې د شاهرخ ۱۳ کلن ورور میرانشاه ته هغه مهال ورکړل شوې وه. شاهرخ د خپل پلار په ژوند کې هېڅ کله هم له دې مقام څخه ترفیع و نه کړه. د دې تر څنګ، چین ته د تېمور د خوځښت پر مهال د شاهرخ ځوانو زامنو په دې خوځښت کې دا ویاړ ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې په خپله په پام کې و نه نیول شو.  [۱۰]

د دوی د اړیکو په اړه تاریخي سرچینو هېڅ توضېح نه ده ورکړې، خو ځینې شواهد وایي چې د شاهرخ نسب د تیمور په نه لېوالتیا یې اغېزه کړې وه، ځکه چې هغه د یوې آزادې مېرمنې په پرتله د یوې وینځې زوی و. له بل اړخه، داسې روایتونه شته چې تېمور فکر کاوه چې شاهرخ د واکمنۍ لپاره اړینې شخصي ځانګړتیاوې نه لري؛ او تر دې حده شهزاده د زیاتې حیاء او شخصي تقوا له امله شهرت پیدا کړی و. ښايي همدا اسلامي پیروي او د چنګیز خان د قوانینو سرغړونه هم وي، چې تل یې د تېمور له خوا زیات درناوی کېده، او له پلار څخه د شاهرخ د واټن لامل شوي وي.  [۱۱][۱۲][۱۳]

د شاهي کورنۍ د ډېری غړو تر څنګ، د عثماني سترواکۍ په وړاندې  په خوځښت کې شاهرخ د تیمور سره لویدېځ ته لاړ، چې په ۱۴۰۲ کال کې د انقرې د جګړې لامل شو. شاهرخ د پوځ د کیڼ اړخ مشري کوله، میرانشاه ښی اړخ په غاړه درلود  او تیمور پخپله په منځ کې و.د لښکر سر د شاهرخ  دې دوه ورېرونو له خوا رهبري کېده. دا جګړه د تېموریانو د بریا او همدارنګه د عثماني سلطان لومړي بایزید د نیولو او اطاعت سبب شوه.   [۱۴]

سرچينې

د غبرګونونو وړاندېز

  1. Lentz, Thomas W.; Lowry, Glenn D. (1989). Timur & Princely Vision. Smithsonian. p. 80. ISBN 978-0-87474-706-5.
  2. Yazdī, Sharaf al-Dīn ʻAlī (2008). Amir Timur Beg (1336-1396): English rendering of Molana Sharf-ud-din Ali Yezdi's Persian Zafarnamah. Vol. 1. Translated by K̲h̲ān Muḥammad ʻĀt̤if. New Royal Book Co. p. 93. ISBN 978-81-89267-61-2.
  3. New Persian-English dictionary p. V2-0164
  4. New Persian-English dictionary p. V1-0926
  5. ibn Arabshah, Ahmad (1936). Tamerlane or Timur: The Great Amir. Translated by J.H. Sanders. London: Luzac & Co. p. 47.
  6. McNeill, William; Bentley, Jerry; Christian, David; Croizier, Ralph; McNeill, J. (2010). Berkshire Encyclopedia of World History (2 ed.). Berkshire Publishing Group. p. 2514.[مړه لينکونه]
  7. Woods, John E. (1990). The Timurid dynasty. Indiana University, Research Institute for Inner Asian Studies. p. 19.
  8. Barthold, Vasilii Vladimirovitch (1963). Four Studies on the History of Central Asia. Vol. 2. Brill Archive. p. 24.
  9. Jamaluddin, Syed (1995). The state under Timur: a study in empire building. Har-Anand. p. 78. ISBN 9788124102589.
  10. (Barthold 1963، مم. 32–33, 37)
  11. Ghiasian, Mohamad Reza (2018). Lives of the Prophets: The Illustrations to Hafiz-i Abru's "Assembly of Chronicles". BRILL. p. 7. ISBN 978-90-04-37722-6.
  12. Lentz, Thomas W.; Lowry, Glenn D. (1989). Timur & Princely Vision. Smithsonian. p. 80. ISBN 978-0-87474-706-5.
  13. (Barthold 1963، م. 33)
  14. Tucker, Spencer (2011). Battles that Changed History: An Encyclopedia of World Conflict. ABC-CLIO. p. 140. ISBN 978-1-59884-429-0.