شریف حسین بن علي
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
قومي ډلې | |
دین |
جګړه |
---|
جایزې | لړۍ...
|
---|
شریف حسین بن علي بن محمد الهاشمي (۱۸۵۳ – ۱۹۳۱) د حجاز د عربي سلطنت بنسټ ایښودونکی، د شلمي پیړۍ په پیل کي د لوی عرب پاڅون مشر او لومړی کس وو چي د عثماني امپراتورۍ د واکمنو په وړاندي یې د عربو د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ. نوموړي د قریشو د بنو هاشم له توکم سره تړاو درلود او د "عربو پاچا" لقب یې لاره.
شریف حسین په ۱۸۵۳ کال کي په استانبول کي پیدا او لومړنۍ زده کړې یې هم هلته وکړې. ورپسې مکې ته راستون سو او د خپل تره تر څارني لاندي یې ژوند ته دوام ورکړ چي په دې ترڅ د هغه له لوري ځیني دندي هم وروسپارل سوې. د شریف سیاسي هیلي هله راڅرګندي سولې، کله چي یې د بهرنۍ واکمنۍ څخه د خلاصون او د عربو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو غوښتنه مطرح کړه. ده د خپلي غوښتني لپاره د عثماني امپراتورۍ په وړاندي د عربي خپلواکۍ اړوند وسله والو پاڅونونو مشري په غاړه واخیسته. شریف د خپل تره عون الرفیق سره تر شخړي وروسته په 1893 کي استانبول ته وشړل سو، او هلته تر یو څه مودې تېرولو وروسته په 1908 کي د مکې د امیر په توګه بیرته راستون سو ترڅو د هیواد چاري اداره کړي.
شریف حسین درې ځله واده وکړ، چي په دې کي یې لومړی هغه د خپل تره لور "عبدیه" سره وو، او له یادي مېرمني څخه یې درې نارینه اولادونه وزېږېدل لکه علي ، عبدالله او فیصل. دویم واده یې له یوې چرکسۍ نجلۍ سره وو چي یوه لور یې ترې وزېږېدل، خو دې واده یې ډېر دوام ونه کړ، او درېیم ځل یې د راشد پاشا له لمسۍ “عادلة خانم” سره واده وکړ چي له هغه یې بیا دوې لوڼي او یو زوی وزېږېدل.
شریف حسین د حجاز امارت د حالت سمولو او د خپل تره د فساد ختمولو لپاره په سیمه کي له عثمانيانو سره په سخت اختلاف کي ښکېل سو، چي همدغه چاره یې وروسته د هغوی سره په جګړه باندي تمامه سول. نوموړي د مکې د شریف د یو مهم مسؤل په توګه د حج او حاجیانو د خوندیتوب او د عثماني امپراتورۍ له لوري د یووالي او پرمختګ ګوند د پالیسۍ سرسخت مخالف وو، او د همدغه اختلاف پر بنسټ یې د عثماني ترکیې په وړاندي د لوی عرب پاڅون پیل اعلان کړ.
د پاڅون د پیلېدو لپاره شریف په مکه کي د خپلې ماڼۍ له بالکوني څخه لومړۍ مرمۍ وتوغوله، او د خپلو زامنو شهزاده علي او عبدالله په مشرۍ یې د نظامي عملیاتو د پیل اعلان وکړ. دا چي برتانیا له ده سره پراخه مرسته کول، سمدستي یې په حجاز او شام کي د عثمانیانو شتون ډېر ژر پای ته ورساوه، او په سوریه، عراق او اردن کي یې د عربو دولت تاسیس رامنځ ته کړ.
د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو او د متحدینو له بریا او د عثماني امپراتورۍ له ړنګیدو وروسته شریف حسین د ورسیلز د سولې په کنفرانس کي خپل دویم زوی فیصل د استازي په توګه ولېږه، خو برتانیا له ده سره دوه مخي وکړه او د سوریې، فلسطین او عراق واک د فرانسې او برتانیې لخوا پخپلو کي ووېشل سو.
شریف حسین ددې ترڅنګ په لومړۍ نړیواله جګړه کي د عثماني امپراتورۍ ګډون هم رد کړی وو، چي د دې پریکړي له امله د اتحاد او پرمختګ ګوند د هغه د لیري کولو غوښتنه وکړه، او هڅه یې وکړه چي دی او زامن یې ټول ووژني.
شریف حسین فکر کاوه چي برتانیا دده وفاداره ملګرې ده او د فلسطین او بیت المقدس په اړه په خپلو دریځونو کلک او ټینګ ولاړ وو. نوموړي ددې نیت ثابتولو لپاره د مسجدالاقصی د دیوالونو او چتونو له خرابیدو وروسته د بیت المقدس د بیارغوني لپاره د فلسطین د خلکو او د بیت المقدس د ستري اسلامی شورا د مرستي ستاینه هم وکړه او ویې ویل چي د اقصی جومات د تاسیساتو د بیارغوني بهیر به دوام ولري.
د عربو د ستر پاڅون له پای ته رسیدو وروسته شریف حسین خپل ځان د مسلمانانو خلیفه اعلان کړ، چې د ډېرو اسلامي ډلو او بنسټونو له خوا رد او نوموړی یې د عثماني واکمنۍ پر ضد په بغاوت او پاڅون تورن کړ. د عثماني خلافت میشتو مسلمانانو په مکه او مدینه کي دده کړني د اسلام خلاف وګڼلې او په وړاندي یې جګړو ته لاس واچاوه. شریف حسین چي نور ناهیلۍ سوی وو، د واک ټغر یې له حجاز څخه پر ټولېدو سو، او په دې توګه په سیمه کي یوې نوي انګلیس پلوه واکمني د نجد سلطنت د عبدالعزیز السعود په مشرۍ باندي سر راپورته کړ.
حسین اړ سو ترڅو د حجاز واکمني خپل مشر زوی علي ته وسپاري، او د جګړې د پای ته رسولو او د وینې تویولو څخه د مخنیوي لپاره عقبه ته ولاړی.
علي په حجاز کي د خپل سلطنت په دفاع کې پاتي راغی، او ابن سعود اړ ایستی چي له پاچاهۍ سر په سر او بغداد ته ولاړ سي. د نوموړي تر تګ وروسته پاچا عبدالعزیز السعود په رسمي توګه د لویو ښارونو د اوسیدونکو په اتفاق سره د حجاز پاچا اعلان سو.
شریف حسین په ۱۹۲۶ کي بیا قبرس ته جلاوطنه سو، او هلته یې روغتیا دومره خرابه سوه چي بیرته عمان ته راغی، او د خپلو اولادونو په منځ کي یې تر هغه وخته ژوند ته ادامه ورکړه څو چي د عمان په رغادان ماڼۍ کې مړ او د الاقصی جومات په انګړ کي ښخ سو.
د غبرګونونو وړاندېز
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 121456161. بياځلي سمون: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ويل شوي په: BnF authorities. بياځلي سمون: ۲۰ اپرېل ۲۰۱۷. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ليکوال: Bibliothèque nationale de France.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۰ اپرېل ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ويل شوي په: Library of Congress Authorities. بياځلي سمون: ۲۰ اپرېل ۲۰۱۷. خپروونکی: کانګرس کتابتون. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ويل شوي په: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: husain-husain-i-ibn-ali. Subject named as: Husain (Husain I. Ibn Ali). اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://damapedia.com/%D8%A7%D9%84%D8%B4%D8%B1%D9%8A%D9%81-%D8%AD%D8%B3%D9%8A%D9%86-%D8%A8%D9%86-%D8%B9%D9%84%D9%8A/.
- ↑ سرچينې تړی: https://books.google.fr/books?id=OeRSEAAAQBAJ.
- ↑ ويل شوي په: Sharifian Caliphate, .
- ↑ سرچينې تړی: https://www.britannica.com/biography/Hussein-ibn-Ali.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ سرچينې تړی: https://www.royalark.net/Arabia/hijaz1.htm.