شير محمد عباس ستانکزی
شیر محمد عباس ستانکزی | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
ستانکزی صېب په ۲۰۲۰ کې
| |||||||
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سیاسي معاون | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۲۱ | |||||||
امیرالمؤمنین | هیبت اللّٰه اخونزاده | ||||||
لومړی وزیر | محمد حسن اخوند | ||||||
| |||||||
د افغانستان د اسلامی امارت د رهبری شورا غړی | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۱۵ – ۲۰۱۹ | |||||||
| |||||||
د روغتيا وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹۹۸ – ۲۰۰۱ | |||||||
د شخص مالومات | |||||||
پيدايښت | ۱۹۶۳ افغانستان لوګر ولایت برکي | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
عملي ژوند | |||||||
زده کړې | د کابل پوهنتون کې د هند پوځي اکاډمي | ||||||
کار/مسلک | د , طالبان سیاسي غړی | ||||||
کاروونکې ژبه | پښتو | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | د افغانستان اسلامی امارت | ||||||
جګړه/جګړې | د شوروي او افغانستان جګړه
داخلي جنګونه د افغانستان امريکا جګړه | ||||||
سياسي برخه | طالبان | ||||||
سمول |
شير محمد عباس ستانکزی افغان طالب سياستوال دی. چي اوس مهال په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر مشر دی.
ژوند ليک
شير محمد عباس ستانکزی د پښتنو د ستانکزیو له قبيلې څخه ده. په ۱۹۶۳ز کال د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالي کي زېږېدلی دی. په سياسي علومو کي ماسټري له ماسټري اخيستلو وروسته يې د هند د دهرادون په نظامي اکاډمي کي زده کړه وکړه، په کوم چي په ۱۹۷۰ز کال د افغان ځواکونو روزنه کېدله. هغه د روس–افغان جهاد کي لومړی د محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان سره وو. او وروسته يې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د اسلامي اتحاد سره دنده ترسره کړه. چي د سويل لويديځ سرحد قومندان وو.(۱)
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال او عامي روغتيا وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړي ده. هغه له دې امله چي پر انګلیسي ژبه پوهېده زياتره به یې له بهرنيو رسنيو سره مرکې کولې. په ۱۹۹۶ز کال کي ستانکزی د بهرنيو چارو د وزیر په توګه واشنګټن ته ولاړ تر څو د کلينټن له ادارې وغواړي چي د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني. (۲)
ستانکزی د ۲۰۱۲ز کال په جنوري کي قطر ته لاړ تر څو په هغه هيواد کي د طالبانو سياسي دفتر په پرانيستلو کي همکاري وکړي. د ۲۰۱۵ز کال د اګست په شپږمه ستانکزی د قطر د دفتر د مشر په توګه وټاکل شو. د هغه له ګمارني وروسته يې له اختر محمد منصور سره خپل بيعت اعلان کړ.(۳)(۴) د ۲۰۱۶ز کال د جولای ۱۸-۲۲ له چينايي چارواکو سره د خبرو لپاره چین ته لاړ.(۵)
د ۲۰۱۸ د اګست له ۷-۱۰ ستانکزی د يوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان هیواد ته لاړ، هلته يې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزيز کاميلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي اسماتيله ارګاشوف سره وکتل.(۷)
سرچينې
^ http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=2486&task=view&total=3060&start=2668&Itemid=2
^ Burns, John F. "Islamic Rule Weighs Heavily for Afghans". New York Times.
^ "Taliban appoint top official to Qatar political office". Reuters.
^ "Sher Mohammad Abbas Stanekzai Padshah Khan". 26 June [[۱]].
^ "Afghan Taliban delegation visits China to discuss unrest: sources". Reuters.
^ "Taliban Envoys Barred From Entering UAE - TOLOnews".
^ "Afghan Taliban delegation visits Uzbekistan to talk security, power..."Reuters.
^ "Taliban, Indonesian Officials Hold Talks On Afghan Peace - TOLOnews".