ماري کیوري
ماري سالومیا سکلودوسکا کوري، (/ˈkjʊəri/ KEWR-ee فرانسوي، : [kyʁi] پولنډ [ˈmarja salɔˈmɛa skwɔˈdɔfska] کې زږېدلې ده. د 1867 د نومبر له 7 مې څخه د 1934 د جولای تر 4 مې پورې یوه پولندي الاصله فرانسوي فزیک او کیمیا پوهه وه، چې د راډیو اکټیوټي په اړه یې مخکښې څیړنې (په لومړني ځل ) ترسره کړې دي. دا لومړنۍ ښځه وه، چې د نوبل جایزه یې وګټله. همدانګه یوازینی کس او یوازینۍ ښځه وه چې د نوبل جایزه یې دوه ځلې وګټله. ماري یوازنی کس دی، چې په دوه ساینسي څانګو کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده. د دې مېړه، پیري کوري د هغې د لومړۍ نوبل جایزې شریک ګټونکی و. په دې ډول دوی هغه لومړنۍ واده شوې جوړه شوه، چې د نوبل د جایزې ګټونکې وه. د کوري کورنۍ هغه کورنۍ ده چې د نوبل د پنځو جایزو میراث یې خپل کړی دی. هغه په ۱۹۰۶ کال کې لومړنۍ ښځه وه چې د پاریس په پوهنتون کې استاده شوه.[۱۱] هغې په وارسا کې دې نړۍ ته سترګې و غړولې او په هغه وخت کې د پولنډ سلطنت د روسیې د امپراتورۍ یوه برخه وه. هغې د وارسا په فلاینګ پوهنتون کې په پټه توګه زده کړې و کړې او په ورسا کې یې خپله عملي ساینسي روزنه پیل کړه. په 1891 کال کې چې عمر یې 24 کلونو ته رسېده، هغې د خپلې مشرې خور برونیسلاوا په تعقیب په پاریس کې خپلو زده کړو ته ادامه وکړه او هلته هغې د خپلو زده کړو لوړې درجې ترلاسه کړې او خپل پاتې علمي کارونه یې ترسره کړل. په 1895 کال کې یې د فرانسوي فزیک پوه پیري کوري سره واده وکړ. دې د فزیک په برخه کې د 1903 کال د نوبل جایزه له خپل مېړه او د فزیک پوه هنري بیکریل سره د دوی د مخکښ (چې په لومړي ځل ترسره کېږي) کار لپاره شریکه کړه. دغه مخکښ کار د راډیو فعالیت (radioactivity ) تیوري ته وده ورکول و او دغه اصطلاح هم دوی رامنځته کړه. په 1906 کې پیری کوري په پاریس کې د سړک په سر په یوه پېښه کې مړ شو. ماري په 1911 کې د کېمیا په برخه کې د پولونیم او رادیم د عناصرو د کشفولو په خاطرد نوبل جایزه وګټله. دې دغه عناصر د هغه تخنیکونو په کارولو سره کشف کړل، چې هغې د راډیو اکټیو ایزوټوپونو د جلا کولو لپاره اختراع کړي و.[۱۲][۱۳][۱۴] تړلې لیکنېسرچینې |
د غبرګونونو وړاندېز
- ↑ https://chemia.ug.edu.pl/sites/default/files/_nodes/strona-chemia/16702/files/fmr-mscurie.pdf
- ↑ Cite warning:
<ref>
tag with namenobelprize
cannot be previewed because it is defined outside the current section or not defined at all. - ↑ دوتنه: Robert William Reid — سرليک: Marie Curie — پاڼه: 6 — خپرونکی: New American Library
- ↑ https://cs.isabart.org/person/78834 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118523023 — د نشر نېټه: ۲۷ جولای ۲۰۲۲
- ↑ http://collection.britishmuseum.org/id/person-institution/146156
- ↑ http://www.21stcenturysciencetech.com/articles/wint02-03/MarieSklodowskaCurie.html
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121447141 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/45000803
- ↑ NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/718/000029631/
- ↑ Jones, Daniel (2011). Roach, Peter; Setter, Jane; Esling, John (المحررون). Cambridge English Pronouncing Dictionary (الطبعة 18th). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-15253-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Discovery of Radioactivity". Berkeley Lab. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۵ باندې.
The term radioactivity was actually coined by Marie Curie […].
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Marie Curie and the radioactivity, The 1903 Nobel Prize in Physics". nobelprize.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جولای ۲۰۱۸ باندې.
Marie called this radiation radioactivity—"radio" means radiation.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ See her signature, "M. Skłodowska Curie", in the infobox.