نصرت فتح علي خان (۱۳ د اکتوبر، ۱۹۴۸ ز. - ۱۱ د اگست، ۱۹۹۷ ز.) (انگرېزي :Nusrat Fatheh Ali Khan) د قوالي سندرو يو پاکستانی سندرغاړی و. هغه د اوسيني پاکستان په فيصل اباد ښار کې چې پخوا ېې نوم ليالپور و زېږېدلی .د نصرت فتح علي خان په دويم پښت کې برتانوی ـ هندی او لومړی پښت ېې د نيکه لخوا د افغانستان گڼل شوی . د نصرت فتح علي خان کورنۍ د افغانستان درباري کلاسيکه سندارا (موسيقي) چې نن سبا د هند کلاسيکه موسيقي نومېږي د خپل پښت لخوا هند ته وروړې او د قوالي په برخه کې ېې خپل ځېل ساتلی .
کورنۍ مخينه
دنصرت فتح علي خان د پلار نوم استاد فتح علي خان و . پلار يي هم د درباري غزلو نوميالی استاد و . نصرت فتح علي خان څلور خويندې لري او دوه وروڼه دي . موسيقي ېې له آره ورته پاتې وه چې همدا رنگه ېې آر د هغه ځوی نصرت فتح علي خان ته پاتې شوه . د نصرت فتح علي خان نيکه د افغانستان څخه د وخت برتانوي هند ته ورکډه شوی و چې بيا وروسته ېې پوره پښت د پاکستان د زېږېدو سره همالته مېشت شو. شېخ دروېش د نصرت فتح علي خان نيکه سره لکه لارښود له افغانستان څخه هجرت کړی . نصرت فتح علي خان په ختيځه موسيقۍ کې مخور شوی او د ختيځې موسيقۍ د دود له مخې ېې د مخامخ سندربولۍ ، غزلبولۍ په غونډو کې يا هم د سندرو د استادۍ په غورواي محفل کې ېې د وخت د غزل او قوالي استادانو لخوا منل شوی او په استادۍ لقب ېې نازولی .
زده کړې
استاد نصرت فتح علي خان له پیله خپل پلار څخه د موسيقي ابتدايی تعليم ترلاسه کړی . تر څنگ ېې د عام ښوونځي زده کړې تر لسم ټولگي پورې بشپړې کړي . ويل کېږي چې د وخت موسيقي په زده کړو کې يو ماشوم ته زده کړه د موسيقي د عالاتو څخه پيلېده نو ځکه د نصرت فتح علي خان پلار هم دی د تبلې زده کړې ته کېناوه او تر څنگ ېې ورته د غږ هنر چې اعلاپ گڼل کېږي ورزده کړل .وروسته د پلار د مړينې څخه ېې د تيوري په اړخ کې خپل د ترونو لکه استاد مبارک علي خان ، استاد سلامت علي خان او نوازش علي خان څخه ېې بشپړه زده کړه ترلاسه کړه .وروسته د کلاسيکو زده کړو ېې ابتدايه هنري خپرونې ېې د قوالي ځېله پیل شوې .
هنري پيل
خپل هنري پیل ېې د راډيو پاکستان څخه په يوې خپرونې کې چې نوم ېې (جشن بهارا) و په کال ۱۹۶۴م زېږدي کې کړی . لومړنۍ سندره ېې په ۱۵ کلنۍ کې ويلې ده . سندره ېې پاړسي وه او شعر ېې د امير خسرو بلخي و . استاد نصرت فتح علي خان په شپږو ژبو کې سندرې جوړې کړي دي ، دا شپږ ژبې اوردو ، پاړسي ، سرايکي ، هندي ، عربي ، انگرېزي او پنجابي دي .
هنري لاسته راوړنې
استاد نصرت فتح علي خان په نړېواله کچه شهرت لري او د همدې شهرت له کبله ېې ډېرې لاسته راوړنې درلودې. پخپل هېواد پاکستان کې ېې ډېرې جايزې او ستاينليکونه ترلاسه کړي .
مړينه
استاد نصرت فتخ علي خان د پښتورگو ناروغي درلوده کله چې په ۱۱م د اگست ۱۹۹۷م زېږدي کې د پښتورگو د ناروغۍ له کبله په ځای پرېوت نو ېې درملنې لپاره انگلينډ ته ولېږداوه هلته ېې درملگرو غوښتل چې نوي پښتورگي ورواچوي د زړه د کمزورۍ له کبله پرې فشار راغی او همالته ومړ . دی پخپل پلرني هديرې کې چې فيصل آباد کې ده خښ کړی شو . له نصرت فتح علي خان څخه ۱۲۰ سندريزه ټولگې پاتې دي .