ختيځه افريقا
د افریقا د لویې وچې تر ټولو ختيځه سيمه چې د جغرافیې او سیاست له مخې په جلا ډول تعریف شوې ده. د ملګرو ملتونو د "جغرافيائی سیمو پلان" له مخې، ختیځه افریقا (east africa) یا (eastern africa)کې دا 19 هېوادونه او سیمې شاملې دي:
- کینیا ، تانزانیا او یوګانډا - چې د ختیځې افریقا ټولنې غړي هم دي.
- جیبوتي ، اریتریا ، ایتوپیا او سومالیا.
- موزامبیق او ماداغاسکر - په ځینو تعریفونو کې، دا دوه هېوادونه سوېلي افریقا ګڼل کیږي.
- مالاوي ، زامبیا او زیمبابوې - معمولا په سویلي افریقا کې ګڼل کیږي.
- برونډي او روانډا - ځینې وختونه په مرکزي افریقا کې شامل دي.
- د قمر ټاپوګان ، موریشس او سیچلس – کوچني هیوادونه چې د هند په بحر کې ټاپوګان لري
- ريونيون او مايوت - د هند په بحر کې د فرانسې ملکیتونه
په جغرافیه کې ، مصر او سوډان هم ځینې وختونه په دې سیمه کې شامل ګڼل کیږي.
ختیځه افریقا په عمومي توګه هغه سیمې ته ویل کیږي چې کینیا ، تانزانیا او یوګانډا او روانډا ، برونډي او سومالیا پکې شامل دي [۱] [۲] .
د ختیځې افریقا ځینې سیمې د دوی د ځنګلي ژوند لپاره په ټوله نړۍ کې مشهورې دي، پشمول پيلان ، وحشي غواګانې ، زمریان ، پړانګان او ګنډې . د غیرقانوني او بې توپیره ښکار له امله، د دې حیواناتو نفوس په چټکۍ سره کمیږي.
ختیځه افریقا د طبیعي ښکلا له پلوه بډایه ده، په شمول د لویو وچو دره، د افریقا دوه لوړ غرونه Kilimanjaro او Mount Kenya ، د نړۍ دوهم لوی د تازه اوبو جهيل، د ویکتوریا جهيل ، او د نړۍ دوهم ژور تنګانیکا جهيل د پام وړ دي.
د خپلې ځانګړې جغرافیې او د کرنې لپاره د عالي مناسبیت له امله ، دا سیمه په 19 پیړۍ کې د اروپا نیواکګرو هیوادونو لخوا د تیري او غلامۍ سره مخ وه. نن ورځ، سیاحت په کینیا، تنزانیا او یوګانډا کې ترټولو مهم صنعت دی.
د سیمې ډېر هېوادونه د سیاسي بې ثباتۍ، فساد ، ناامنۍ او کورنۍ جګړې قرباني شوي دي، خو کینیا او تانزانیا باثباته حکومت او اقتصاد لري، خو دا هېوادونه له سیاسي کړکېچونو خوندي نه دي.