ناپل

ناپل
Napoli (اېټاليايي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۹۱۳٬۴۶۲[۱] — ۹۷۵٬۲۶۰ — ۹۷۲٬۲۱۲[۲] — ۹۶۶٬۱۴۴[۳] — ۹۸۹٬۷۸۹[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي ژبه
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
Napolitaine[۵]Napolitain[۵]napolitanu[۶]napolitán[۷]napolitana[۶]napolitano[۶]napolitanos[۶]napolitanes[۶]napoletanipartenopei ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
Metropolitan City of Naples (en) ژباړل (۲۰۱۵ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
Neapolis (en) ژباړلParthenope (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۱۹٫۰۲ كيلومتر مربع[۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
پوسټ‌کوډ
  لړۍ...
80121 — 80122 — 80123 — 80124 — 80125 — 80126 — 80127 — 80128 — 80129 — 80131 — 80132 — 80133 — 80134 — 80135 — 80136 — 80137 — 80138 — 80139 — 80141 — 80142 — 80143 — 80144 — 80145 — 80146 — 80147 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن

ناپل د کمپانیا سیمه ایزه پلازمینه او له روم او میلان نه وروسته د ایټالیا درېیم لوی ښار دې، چې تر ۲۰۱۷ز کال پورې د ښار اداري حدودو کې د ۹۶۷،۰۶۹ نفوس درلوده.

ناپل په لومړۍ مخزیږدیزه زریزې کې د یونانیانو له خوا رامنځته شوی و، چې په نړۍ کې یو له پخوانیو تلپاتې مېشتو ښاري سیمو نه ګڼل کېږي. دغه راز په شپږمه پېړۍ کې د پیزوفالکون په غونډۍ کې د پارتینوپ په نوم یوه مستعمره (لرغونی یونان: Παρθενόπη) تاسیس شوه او په اتمه پیړۍ کې دا د نیپولس (Neápolis) په نوم یاده شوه. همدارنګه دا ښار د مګنا ګراسیا (پخوا وختونو کې د سویلي ایټالیا د ساحلي سیمې نوم و ) یوه مهمه برخه وه، چې د یوناني او رومي ټولنو په ادغام کې اړینه ونډه درلوده او د رومیانو د واکمنۍ پر مهال یو مهم کلتوري مرکز ګڼل کېده.[۱۰][۱۱]

ناپل په لومړۍ کې دوچي ناپلیانو پلازمینې په توګه (۶۶۱ز-۱۱۳۹زکلونو) بیا د ناپلیانو سلطنت (۱۲۸۲ز-۱۸۶۱ز کلونو کې) او بلاخره د ۱۸۶۱ز کال کې د ایټالیا تر یووالي پورې د دوه سیسیلیس (Two Sicilies) سلطنت پلازمینې په توګه وټاکل شو . ناپل د باروکو پلازمینه هم ګڼل کیږي کوم چې په ۱۷مه پېړۍ کې د هنرمند کاراوګیو له کار او د هغه هنري انقلاب نه یې الهام اخیستې و. دغه راز دا د بشریت او روښانتیا یو مهم مرکز هم و. همدارنګه د ۱۹۲۵ او ۱۹۳۶ز کلونو ترمنځ  ناپل د بینیټو موسولیني تر واکمنۍ لاندې وده او پراختیا ومونده، خو د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کلونو کې یاده ټاپو د متحدینو د بمباریو له امله سخته زیانمنه شوه چې له ۱۹۴۵ز کال نه وروسته دغه ښار کې د بیارغونې پراخ کارونه تر سره شول.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] 

د شلمې پیړۍ له وروستیو راهیسې ناپل د   Centro Direzionale په نوم د یو سوداګریزې سیمې او د پرمختللې ټرانسپورټي شبکې په جوړولو سره چې په کې روم او سالیرنو ته د Alta Velocità په نوم  لوړ سرعت ریل پټلۍ غځېدله او د میټرو پراخه شبکې په مرسته د پام وړ اقتصادي وده وکړه. له میلان او روم وروسته ناپل په ایټالیا کې درېیم لوی ښاري اقتصاد دی. دغه راز د ناپل بندر په اروپا کې یو له مهمو بندرونو نه دی او د سوداګریزو فعالیتونو سربېره دا ښار په ناپل کې د متحدینو د ګډو ځواکونو د قوماندې کور دی، د ناتو هغه اداره چې د شمالي افریقا، ساحل او منځني ختیځ څارنه کوي.[۱۷][۱۸]

د ناپل تاریخي ښار مرکز په اروپا کې ترټولو لوی ښار دی او د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث ځای په توګه ثبت شوی. یو شمېر مهم کلتوري او تاریخي ځایونه لکه د کاسرټا ماڼۍ او د پومپی او هیرکولینیم رومن کنډوالې دې ښار کې شتون لري. ناپل د خپلې طبیعي ښکلاګانو لکه پوسیلیپو، فلیګرین دشتې، نیسیدا او ویسوویوس لپاره هم پیژندل شوی. [۱۹][۲۰]

میلان

ناپل له میلان، روم او تورین نه وروسته د ایټالیا څلورم لوی اقتصاد دی او د پیرودلو ځواک له مخې په نړۍ کې ۱۰۳م لوی ښاري اقتصاد دی، چې  په ۲۰۱۱ز کال کې د دې ښار کورني ناخالصه تولیدات د ۸۳.۶ میلیارده ډالرو سره، د سړي سر ۲۸،۷۴۹ ډالرو سره برابر وه. همدارنګه د ناپل بندر په مدیترانې کې یو له سترو او مصروف بندرونو نه بلل شوی. دغه راز یاد ښار له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د پام وړ اقتصادي وده کړې، خو د لوړې کچې سیاسي فساد، تنظیم شوي جرمونو او بیکارۍ غټې ستونزې پاتې دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵] 

ناپل یو ملي او نړیوال سیاحتي ځای دی، چې په ایټالیا او اروپا کې یو له غوره سیاحتي ښارونو نه دی، چې د (Grand Tour) یا لوی سفر په ترڅ کې سیلانیانو په ۱۸مه پېړي کې له ایټالیا نه لیدنه وکړه او د نړیوالو راتګونو له مخې ناپل په ۲۰۰۸ز کال کې د ۳۸۱،۰۰۰ سیلانیانو (د تېر کال په پرتله ۱.۶ سلنه کم) سره په نړۍ کې ۱۶۶م لیدل شوی ښار و او په دې توګه له لیل ښار نه وروسته، خو له یارک، سټټګارټ، بلګراد او دالاس ښارونو څخه مخکې و. [۲۶]

په دې وروستیو کې د ناپل ښار د کرنې پر بنسټ له دودیز اقتصاد نه د خدماتي صنعتونو پر بنسټ اقتصاد ته بدلون کړی، چې د ۲۰۰۲ ز کال په پیل کې په دغه ښار کې له ۲۴۹۵۹۰ نه زیات فعال شرکتونه د سوداګرۍ خونې کې ثبت شوي وو.

سیاحت 

ناپل د فلورېنس، روم، وینز او ​​میلان ښارونو په ګډوڼ د ایټالیا  له مهمو سیاحتي ځایونو نه بلل کېږي.  په ۲۰۱۸ز کال کې د ناپل ښار د ۳،۷۰۰،۰۰ سیلانیانو سره په بشپړه توګه د تېرو لسیزو د سخت سیاحتي کمښت نه راووت. په هر حال د دې پدیدې په سمه توګه ارزولو لپاره دا باید په پام کې ونیول شي چې هر کال لوی شمېر سیلانیان ناپل نه لیدنه کوي او د ښار په شاوخوا ځایونو کې پاتې کېږي. دغه راز د ۲۰۱۹ز کال پورې ناپل په ایټالیا کې ۱۰م لیدل شوی ښار او په سویل کې لومړی ښار بلل شوی. دغه راز دا سکټور په دوامداره توګه وده کوي او په زیاتېدونکي توګه د ناپل اقتصاد لپاره  بنسټیز اهمیت لري. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

ډیموګرافیک 

په ۲۰۱۲ز کال کې د ناپل نفوس شاوخوا ۹۶۰،۰۰۰ وو. دغه راز د ناپل لویه ښاري سیمه د ۴.۴ میلیونه نفوس په درلودلو سره کله ناکله د لوی ناپل په توګه هم کېږي. د ناپل ولایت ډیموګرافیک پروفایل عموما نسبتا ځوان دی: چې ۱۹ سلنه یې له ۱۴ نه کم عمر لري پداسې حال کې چې ۱۳سلنه یې له ۶۵ نه ډېر عمر لري. ناپل د نارینه وو (۴۷.۵سلنه) په پرتله د ښځو (۵۲.۵ سلنه) لوړه سلنه لري. دغه راز ناپل کې اوس مهال د ایټالیا د نورو برخو په پرتله د زیږون کچه لوړه ده، چې په هرو ۱۰۰۰ اوسیدونکو کې ۱۰.۴۶ زیږونه لري.[۳۹][۴۰][۴۱] 

د ناپل نفوس په ۱۹۰۱ز کال کې د ۶۲۱،۰۰۰ نه په ۱۹۷۱ز کال کې ۱،۲۲۶،۰۰۰ ته لوړ شو او په ۲۰۱۱ز کال کې بېرته ۹۵۷،۸۱۱ ته راټیټ شو ځکه چې ښاري اوسیدونکي کلیوالو سیمو ته لاړل. دغه راز د بېلابېلو سرچینو په وینا د ناپل ښاري سیمه له میلان نه وروسته په ایټالیا کې دویمه لویه ښاري سیمه ده (د سویمیز د معلوماتو له مخې د ۴،۴۳۴،۱۳۶ اوسیدونکو سره) یا درېیم لوی ښار دی (د OECD په وینا د ۳.۱ میلیون اوسیدونکو سره ). سربیره پردې ناپل په ایټالیا کې ترټولو ګڼ نفوسه ښار دی، چې په هر کیلو مټر مربع کې نږدې ۸،۱۸۲ وګړي ژوند کوي، خو له ۲۰۰۳ راهیسې د نفوس په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی ځکه هغه وخت کې په هر کیلو مټر مربع کې له ۹۰۰۰ نه زیاتو کسانو ژوند کاوه.[۴۲][۴۳][۴۴]

د  شمالي ایټالیا ښارونو په پرتله په ناپل کې نسبتا لږ بهرني کډوال ژوند کوي، چې د دغه ښار ۹۴.۳ سلنه اوسېدونکي د ایټالیا اتباع دي. په ۲۰۱۷ز کال کې ناپل ښار کې ټول ۵۸،۲۰۳ بهرنیان وو، چې زیاتره یې له سریلانکا، چین، اوکراین، پاکستان او رومانیا نه وو. دغه راز احصایې ښیي چې په تېرو وختونو کې په ناپل کې د کډوال لویه برخه ښځې وې. دا ځکه چې ایټالیا کې نارینه کډوالو د بډایه شمال لور ته د تللو تمایل درلود.[۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې

د غبرګونونو وړاندېز

  1. سرچينې تړی: https://demo.istat.it/?l=it.
  2. سرچينې تړی: http://demo.istat.it/bilmens2016gen/index02.html. خپروونکی: Italian National Institute of Statistics.
  3. "Popolazione Residente al 1° Gennaio 2018". Italian National Institute of Statistics. بياځلي په ۱۶ مارچ ۲۰۱۹.{cite web}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. "Popolazione Residente al 1° Gennaio 2017". Italian National Institute of Statistics. بياځلي په ۹ سپټمبر ۲۰۱۷.{cite web}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ "Diccionariu de l'Academia de la Llingua Asturiana" (in استوریايي ژبه). ۱۵ ډيسمبر ۲۰۰۰. بياځلي په ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۲.{cite web}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. "Diccionariu de l'Academia de la Llingua Asturiana" (in استوریايي ژبه). ۱۵ ډيسمبر ۲۰۰۰. بياځلي په ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۲.{cite web}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. ArchINFORM location ID: 925. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  9. "Superficie di Comuni Province e Regioni italiane al 9 ottobre 2011". Italian National Institute of Statistics. بياځلي په ۱۶ مارچ ۲۰۱۹.{cite web}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. Daniela Giampaola, Francesca Longobardo (2000). Naples Greek and Roman. Electa.
  11. "Virgil in Naples". naplesldm.com. خوندي شوی له the original on 2 April 2017. بياځلي په 9 May 2017.
  12. Alessandro Giardino (2017), Corporeality and Performativity in Baroque Naples. The Body of Naples. Lexington.
  13. "Umanesimo in "Enciclopedia dei ragazzi"". www.treccani.it (in ایټالوي). بياځلي په 2020-12-28.
  14. Musi, Aurelio. Napoli, una capitale e il suo regno (in ایټالوي). Touring. pp. 118, 156.
  15. Florimo, Francesco. Cenno Storico Sulla Scuola Musicale De Napoli (in ایټالوي). Nabu Press.
  16. "Bombing of Naples". naplesldm.com. 7 October 2007. خوندي شوی له the original on 27 June 2017. بياځلي په 9 May 2017.
  17. "Sr-m.it" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 8 February 2018.
  18. "Napoli, l'inaugurazione dell'Hub di Direzione Strategica della Nato". La Repubblica. 5 September 2017. خوندي شوی له the original on 5 September 2017.
  19. "Rivistameridiana.it" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 26 December 2014.
  20. "Quali sono i ristoranti stellati in Italia? Ecco la guida Michelin 2021". Touring Club Itlaiano.{cite web}: CS1 maint: url-status (link)
  21. "Il Comune - Area statistica - struttura della popolazione e territorio - città - condizione professionale". www.comune.napoli.it (in ایټالوي). Comune di Napoli. بياځلي په 5 October 2019.
  22. "Tasso di disoccupazione : Tasso di disoccupazione - livello provinciale". dati.istat.it. بياځلي په 5 October 2019.
  23. "Cricca veneta sui rifiuti di Napoli: arrestati i fratelli Gavioli" (in Italian) Archived 22 June 2012 at the Wayback Machine.. Il Mattino. 20 June 2012. Retrieved 11 July 2012.
  24. "Gestione rifiuti a Napoli, undici arresti tra Venezia e Treviso" (in Italian) Archived 25 January 2014 at the Wayback Machine.. Il Mattino di Padova. 21 June 2012. Retrieved 14 July 2012.
  25. Grassi, Paolo (14 March 2018). "Napoli, è record di disoccupati". Corriere del Mezzogiorno (in ایټالوي). بياځلي په 5 October 2019.
  26. ildenaro.it (2018-03-23). "Turismo, dal Cipe 6 milioni per le "top destinations" d'Italia: c'è anche Napoli". Ildenaro.it (in ایټالوي). بياځلي په 2021-02-25.
  27. "Sassi / La cattiva scuola". CADMO (1): 26. 2015-07-12. doi:10.3280/cad2015-001003. ISSN 1122-5165. بياځلي په 2021-02-25.
  28. "Se il Sud è la parte cattiva del Paese". Corriere della Sera (in ایټالوي). 2016-02-12. بياځلي په 2021-02-25.{cite web}: CS1 maint: url-status (link)
  29. "Turismo in Italia nel 2018". istat.it (in ایټالوي). 2019-07-15. بياځلي په 2021-02-25.{cite web}: CS1 maint: url-status (link)
  30. "Linee guida per lo sviluppo turistico della Regione Campania, pp.10 a 13" (PDF). sito.regione.campania. بياځلي په 2021-02-25.{cite web}: CS1 maint: url-status (link)
  31. "E' uscito il libro Lo stato della città. Napoli e la sua area metropolitana a cura di Luca Rossomando : Inchiesta". 5 February 2017. بياځلي په 2021-02-25.
  32. g.marinelli (2018-02-01). "Campania Express 2019". EAV srl (in ایټالوي). خوندي شوی له the original on 2019-03-31. بياځلي په 2021-02-25.
  33. "fondazionefs, Reggia Express Treno storico da Napoli Centrale a Caserta" (PDF). fondazionefs.it. بياځلي په 2021-02-25.{cite web}: CS1 maint: url-status (link)
  34. "Movimento turistico in Italia nel 2018" (PDF) (in ایټالوي). بياځلي په 4 April 2022.
  35. ildenaro.it (2019-11-27). "Turismo, Istat: Napoli, boom di presenze. In un anno + 13,6%". Ildenaro.it (in ایټالوي). بياځلي په 2021-02-25.
  36. "Napoli capitale del turismo, Palermo a fondo classifica". lastampa.it (in ایټالوي). 2017-11-03. بياځلي په 2021-02-25.
  37. "Franceschini: "Napoli capitale del turismo"". la Repubblica (in ایټالوي). 2016-12-21. بياځلي په 2021-02-25.
  38. Nuzzo*, Claudio Calveri e Diego (2019-12-16). "Napoli, il record del centro storico Unesco e il "rischio" gentrificazione". Corriere del Mezzogiorno (in ایټالوي). بياځلي په 2021-02-25.
  39. "Demographics of Naples". UMUC.edu. خوندي شوی له the original on 18 October 2007. بياځلي په 8 January 2008.
  40. "Demographics". ISTAT. 8 January 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 April 2009. بياځلي په 10 July 2013.
  41. ‘City’ population (i.e. that of the comune or municipality). City of Naples Archived 2 July 2015 at the Wayback Machine.. Comuni-italiani.it. 2012. Retrieved 11 April 2012.
  42. "Seminario-aprile2001.PDF" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 18 May 2011. بياځلي په 19 July 2009.
  43. "OECD 2010". بياځلي په 2022-10-15.{cite web}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  44. "Urban slums reports: the case of Naples, Italy" (PDF). UCL. 2003. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 4 March 2016. بياځلي په 10 July 2013.
  45. "Statistiche Demografiche ISTAT". ISTAT. 2018. خوندي شوی له the original on 6 August 2017. بياځلي په 3 October 2018.
  46. "Cittadini Stranieri – Napoli". comuni-italiani.it. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 April 2015.
  47. "Demographics of Naples". UMUC.edu. خوندي شوی له the original on 18 October 2007. بياځلي په 8 January 2008.