هډوانه
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/ca/Human_skeleton_front_en.svg/300px-Human_skeleton_front_en.svg.png)
هډوانه (په انگرېزي: Skeletn) په ژونپوهنه کې يو بيالوژيکي غونډال دی چې يو اورگانيزم ته فيزيکي ملاتړ او جوړښت وربښي.
ډولونه او ډلبندۍ
په ټولگړي توگه هډوانيز غونډال په درې ډولو وېشل شوی - باندنی (اېکسوسکېلېټون = exoskeleton)، منځنی (اېنډوسکلېټون = endoskeleton)، او د ماياتو پر بنسټ جوړ (هايډروسټېټکه هډوانه = hydrostatic skeleton)، خو هايډروسټېټک هډوانيز غونډال له دوه نورو نه په بېل ټولگي کې شمېرل کېږي، او دا په دې خاطر چې دا ډول هډوانه دومره کلکوالی نه لري چې د جوړښتنو سم ملاتړ وکړي.