د سریبرینیکا ټولوژنه

د سریبرینیکا ټولوژنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
جولای ۱۹۹۵ (۱۹۹۵) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مرګ ژوبله
۸٬۳۷۲[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
موخه
Bosniaks (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
Srebrenica (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۱۱ جولای ۱۹۹۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۲۲ جولای ۱۹۹۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن

د سربرینیکا ټولوژنه چي د سربرینیکا نسل وژنې په نوم هم یادیږي، د ۱۹۹۵ په جولای کي یوه نسل وژنه وه چي له ۸۰۰۰ څخه زیات بوسنیایي مسلمانان د سربرینیکا په ښار او شاوخوا سیمو کي د بوسنیا د جګړه [۲] پر مهال پکښي ووژل سول. دا ټولوژنه د رتکو ملادیچ په مشرۍ د بوسنیا د سرب جمهوریت د سرب پوځ د واحدونو لخوا ترسره سول، چي پکښي د سرب نیمه پوځي ډلګۍ سکورپینز هم برخه اخیستې وه. یاده ټولوژنه په اروپا کي د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو راوروسته له قانوني اړخه لمړۍ پیژندل سوې نسل وژنه وه.

د ټولوژني څخه مخکي ملګرو ملتونو د سریبرینیکا محاصره سوې سیمه تر خپل محافظت لاندي " خوندي سیمه " اعلان کړې وه، خو د ملګرو ملتونو د محافظت ځواک چي 370 تنه په سپکو وسلو سمبال هالنډي سرتیري وه د ښار د نیولو او وروسته د ټولوژني په مخنیوي کي پاتي راغلل. [۳] [۴] [۵] د معلوماتو له مخي ددې ټولوژني پر مهال د ورکو سوو یا وژل سوو کسانو په لیست کي د ۸۳۷۲ کسانو نومونو شتون درلود. [۶] د 2012 کال په جولای کي د DNA پر بنسټ د نژدې 6838 قربانیانو جسدونه له ډله ییزو قبرونو څخه ترلاسه سول. له دې جسدونو 6671 دانې یې د 2021 کال په جولای کي ددې دردوونکي پیښي د قربانیانو په هدیره کي او پاته یې بل ځای ښخ سول.

په 2004 کي د څارنوال v. Krstić د قضیې په اړه په یوه متفقه حکم کي د ICTY د استیناف خوني پریکړه وکړه چي د مسلمانانو یاده ډله ایزه وژنه د نړیوالو قوانینو له مخي یو جرم دی. [۷] ورپسې دغه حکم په ۲۰۰۷ کال کي د عدالت نړیوالې محکمې هم تائید کړ. [۸] د سریبرینیکا په پېښه کي له 25,000 څخه تر 30,000 بوسنیایي مسلمانو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په جبري توګه لیږدولو، ناوړه ګټه اخیستلو او د نسل وژني ثبوتونه وموندل سول. [۹] [۱۰] په 2002 کي د هالنډ حکومت ددغه ټولوژني په مخنیوي کي د خپلي ناتوانۍ له امله استعفا ورکړه. که څه هم په 2013 کي د سربیا ولسمشر تومیسلاو نیکولیچ د سریبرینیکا د "جرم" له امله بخښنه وغوښته خو دا پېښه یې د نسل وژني په نوم رد کړه. [۱۱]

په 2005 کي د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان د سریبرینیکا ټولوژنه "یو وحشتناک جنایت وباله، چي د دویمي نړیوالي جګړې راهیسې د اروپا په خاوره کې ترټولو بده پېښه وه، [۱۲] او د می په 2024 کي ملګرو ملتونو د جولای 11 نېټه ددغه پیښي د کلنۍ نړیوالي ورځي په توګه وټاکله. [۱۳] [۱۴]

د غبرګونونو وړاندېز

  1. سرچينې تړی: http://www.potocarimc.ba/_ba/liste/nestali_a.php. خپروونکی: Srebrenica Genocide Memorial. Archive URL: https://web.archive.org/web/20140418221608/http://www.potocarimc.ba/_ba/liste/nestali_a.php. Archive date: ۱۸ اپرېل ۲۰۱۴. بياځلي سمون: ۲۲ اگسټ ۲۰۲۱.
  2. . 10 July 2020. {cite news}: Missing or empty |title= (help)
  3. ICTY,, . 2 August 2001. {cite web}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help) 685 KB, "Findings of Fact", paragraphs 18 and 26
  4. . 18 June 2008. {cite news}: Missing or empty |title= (help)
  5. "Under The UN Flag; The International Community and the Srebrenica Genocide" by Hasan Nuhanović, pub. DES Sarajevo, 2007, ISBN 978-9958-728-87-7 Error in webarchive template: Check |url= value. Empty. Error in webarchive template: Check |url= value. Empty.
  6. {cite web}: Empty citation (help)
  7. . 19 April 2004. {cite web}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. . 26 February 2007. {cite web}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  9. Prosecutor vs Radislav Krstic, ICTY Appeals Chamber Judgement
  10. Prosecutor v. Zdravko Tolimir, ICTY Appeals Chamber Judgement
  11. . 25 April 2013. {cite news}: Missing or empty |title= (help)
  12. . 11 July 2005. {cite news}: Missing or empty |title= (help)
  13. . 2024-05-23. {cite web}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  14. . 2024-05-23. {cite web}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)